د سي ای اې  ويب سايټ بيا هک شو

 \"\"
انانيموس
د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې، په يوه مياشت کې د دوهم ځل لپاره د سي ای اې  ويبپاڼه، د انانيموس (ناشناس) د هکرانو د ډلې لخوا، تر بريد ﻻندې راځي.
د رېپوټونو پر بنسټ ياده ويبپاڼه د ډي ډاس (DDos) تر بريد ﻻندې راوستل شوې وه او تر څو ګړيو وروسته د ويبپاڼې کارکوونکي په دې وتوانيدل، چې پاڼه بېرته ورغوي.
د سږ کال په فبروري مياشت او د تير زېږديز کال په جون مياشت کې هم په همدې سايټ باندې ورته بريدونه تر سره شوي وو.
د ياودنې ده، چې په دې وروستيو کې د انګلستان په څارګره اداره او همداراز د ايران د اټومي انرژۍ پر مرکزونو هم د هکرانو لخوا بريدونه تر سره شوي دي.