پرون ماسپښين د هالنډ لومړي وزير(مارک روتې) د خپل حکومت استعفا ملکې (بياترېکس) ته وړاندې کړه. ملکې د ده استفا ومنله ، خو له ده څخه يې غوښتنه وکړه چې په مؤقته توګه د چارو واګې پر غاړه واخلي. د حکومت له استعفا سره له وخته مخکې پارلماني ټاکنو لپاره لاره اواره شوه. د مارک روتې حکومت هغه وخت ونړېد، د چې د بودېجې د کمولو پر سر يې د (ازادي) په نامه د خپل مؤتلف ښي اړخه افراطي ګوند ملاتړ له لاسه ورکړ. واکمن ګوند غوښتل د يورو زون د رياضتي پاليسۍ پر بنسټ په بوديجه کې 16 ميليارده کموالی راولي، خو ورسره ملګري ګوند يې ونه منله. دهالنډ د قانون له مخې نوې ټاکنې بايد په دريو مياشتو کې ترسره شي.