په کورنيو چارو وزات کې له مخدره توکو سره د مبارزې مرستيال ( بازمحمد احمدي) وايي، چې د مخدره توکو دوه نړيوال قاچاق وړونکي يې په کابل کې نيولي دي. د احمدي په وينا حاجي بختاور او حضرت ګل د لسو نړيوالو قاچاق وړونکو څخه وو، چې د کابل په عبدالحق څلور لاري کې ونيول شول. دغو دوو تنو دمياشتې په اوسط ډول يو ټن مخدره توکي بهر ته قاچاق وړل. احمدي وايي، چې د بختاور د ډلې درې تنه غړي تېره اونۍ ، چې غوښتل يې 50 کيلو ګرامه هيرويين تاجېکستان ته واړوي، په کندز کې ونيول شول. دی زياتوي، چې د دريو تنو نورو مهمو قاچاق وړونکو څرک يې هم لګول دی، چې ډېر زر به ونيول شي.