موسی زی: د امريکايي نمايندګانو خبرې دافغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده

پرون د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي د افغانستان د نظام په اړه د امريکې د کانګرس استازو څرګندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه وبلله . موسی زي وويل، چې دافغانستان د سياسي برخليک ټاکل يوازې د افغانانو صلاحيت دی او په دې اړه يې د بهرنيانو څرګندونې په کلکه وغندلې. پرون د امريکې د کانګرس يو شمېر غړو په کابل کې د ملي جبهې له مشرانو او پخوانيو جنګسالارانو سره په يوه ګډه اعلاميه کې وويل، چې په افغانستان کې بايد پارلماني او يو غير متمرکز نظام رامنځته شي. د امريکې سفارت د يوې اعلاميې په ترڅ کې د امريکايي کانګرس استازو څرګندونې د دوی شخصي نظر وباله.