
خوب وینم عالمه نورې ختمې دا جګړې دي
امن پلی شوی د خوښي خپرې نغمې دي
کور په کور کې سوله او د مینې مرکې دي
زړه زمونږ سینه کې خوشالۍ نه کړي ګډا
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړی مانا
خوب وینم عالمه چې مو ګران وطن کلزار دی
تللې وه پردیس ته اوس راغلې مو مالیار دی
سرې غوټۍ ګل شوي معطره د بلبلوچغهاردی
ورک رانه غمونه نوره نه شته دی ژړا
خوب وینم عالمه افغانان سره پخلا دي
مینه محبت دی یو او بل سره په سلاح دي
زور د غلیم نه شته ټولې جرړې یې تالا دي
هر د ژوند کاروان مو اوس روان دی په خندا
خوب وینم عالمه په مالت کې اتڼونه دي
جوړ مو په ګودر کې د پیغلوټو قطارونه دي
ښکلې مازیګر دی د مینو دیدنونه دي
خوارمجنون راغلی ملاقات ته د لیلا
خوب وینم عالمه چې ضادق یو یو او بل ته
ټکی د پاي ایښی مو درواغو او چلول ته
حق ریشتیا راغلي رسیدلي یو منزل ته
زور له منځه تللی په ریشتیا هر څه بینا
خوب وینم عالمه بیرته راغلل ارزښتونه مو
هر ملی قانون او ارمانونه مو
برخه د اخلاق صمیمیتونه مو
فسق او فساد لاړو نور مو زړونه دي صفا
خوب وینم غالمه صداقت او برکتونه دي
پاک او ټول سپیڅلي رواجونه دي
یو یو د ژوندون ټول اصولونه دی
زیری په افغان دی د غلیم خونه تالا
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړی مانا
مطيع الله رووفي