کرکټ : کونړ په يوسلو دوه څلويښت منډو پروان ته ماتې ورکړه .

  دکرکټ بورډ دختيځ زون مشر قرارعزيزي وايي په دغه سيالۍ کې چې په غازي امان الله خان لوبغالې کې ترسره شوه کونړ لومړى توپ وهنه وکړه اوپه نهه څلويښت اورونو کې دټولو لوبغاړو په سوزيدو سره درې سوه منډې ترسره کړي .

نوموړى زياتوي دکونړ له لورې کپتان پاچاحسين يوسلو څلرويشت،هميم کونړي په شپاړس توپونو دوه پنځوس،عدنان کونړي دوه پنځوس،کډوال يوويشت او سيدرحمن اولس منډې ترسره کړي
دعزيزي په وينا په ځواب کې دپروان لوپډلې ونشوه کولاى چې ټاکل شوى هدف پوره کړي اوټول لوبغاړي په نهه دېرشم اورکې په يوسلو اته پنځوس منډو باندې وسوزيدل اوپه يوسلو دوه څلويښت منډو يې له کونړ منتخبې لوبډلې څخه ماتې ومنله .
هغه وايي دکونړ له لورې خان محمد څلور،عبيد کونړي اوخانجي دوه،دوه اوممتاز يولوبغاړى وسوزو
په دغه لوبه کې کپتان پاچاحسين چې په ننۍ سيالۍ کې يوسلو څلرويشت منډې ترسره کړي دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.