خوست: د ماين خښوونکو د وژلو او د وسلو د نيولو خبر ورکړل


 د خوست ولايت په ګربزو ولسوالۍ كې د عملياتوپرمهال څلور كسان وژل شوي او يوبل ټپي دى، د خوست امنيتي چارواكي وايي چې دغوكسانو ماينونه خښول چې د ګډوځواكونو ګزمه پرې وربرابره شوه، بل پلوپه نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې د وسلو او مهماتود نيولو خبر وركړل شوى دى.
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.    
د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال سردارمحمدځاځى وايي چې د دووشنبې په شپه د خوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ د بوري خېلوپه سيمه كې افغان او بهرني ځواكونه په ګزمه وو چې د سړك پرسرله پېنځوكسانو سره چې د ماينونوپه خښولوبوخت وو، مخامخ شول، ده هغه په ويناچې په دې كسانو د ناټوهوايي ځواك بريدوكړ او له امله يې څلور كسان ځاى پرځاى ووژل شول او يوپه ټپي حالت كې ونيول شو، دى زياتوي چې له دغوكسانو ګډوځواكونوته وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي، قوماندان دا هم وايي چې په همدې شپه د خوست په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې هم ګډو ځواكونويوشمېروسله او يوه اندازه مهمات ترلاسه كړي خو په تړوا يي د چا د نيولوخبر نه دى وركړل شوي، نيول شوي توكي په هماغه  ځاى كې د بهرنيوځواكونولخوا له منځه وړل شوي دي.
د دې پېښې په اړه تراوسه ناټوځواكونو او ياهم وسله والوطالبانو څه نه دي ويلي، خود ياده ولوده چې څه موده وړاندې هم د ګربزو ولسوالۍ په ياده سيمه كې څلوركسانه په ورته ډول پېښه كې وژل شوي وو.