پرون ولسمشر کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي (ميشايل کوخ) سره په ارګ کې وکتل او د جرمني او افغانستان تر منځ د متقابلو اړيکو په اړه يې خبرې ورسره وکړې. دواړو لورويو پرېکړه وکړه چې د افغان – جرمن ستراتيژيک تړون به په شيکاګو کې د ناټو تر سرمشريزې غونډې مخکې لاسليک شي. جرمني استازي افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړ، چې دوی به افغانستان تر 2014 کال وروسته يوازې نه پرېږدي او د پخوا په څېر به مرستې ورسره کوي.