په افغانستان کې د تجزيې او فدرالي نظام طراح سناتور (ډانا روراباکر) غوښتل د يوه امريکايي پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي او د ملي جبهې له مشرانو سره وګوري. ولسمشر کرزي د امريکې بهرنيو چارو وزارت ته خبر ورکړی و، چې ده ته به په افغانستان کې هرکلی ونه ويل شي او له همدې امله ده ته د وېزې له ورکړې هم ډډه وشوه. روراباکر سره له دې هم له ورسره پلاوي سره تر دوبۍ پورې راغی، خو په دوبۍ کې بېرته وګرځول شو. د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې روراباکر ته ويلي و، چې له سفر څخه تېر شي، خو ده يې خبره نه وه منلې. دامريکې د سنا د پلاوي پاتې غړي افغانستان راغلل او دلته يې د ملي جبهې له مشرانو سره وليدل او په افغانستان کې يې د پارلماني او غير متمرکزنظام غوښتنه وکړه. د يادونې وړ ده چې روراباکر په کانګرس کې د بهرنيو چارو په برخه کې د څارنې مسوول دی او تېرکال يې په برلين کې د شمال له جنګسالارانو سره د افغانستان د فدرالي کولو په اړه ليدلي و. دی د حامد کرزي له سختو منتقدينوڅخه ګڼل کېږي.