ناروی هم غواړي تر 2013 کاله خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي

د ناروی د بهرنيو چارو وزير(يوناس ګار ستور) وايي، چې ناروېژي ځواکونه به په راتلونکي مني کې افغان ځواکونو ته خپل امنيتي مسووليتونه وسپاري او له افغانستان څخه به په وتلو پيل وکړي. د ده په وينا د 2013 کال تر دوبي پورې به ناروېژي ځواکونه په بشپړه توګه ووځي. اوسمهال ناروې په افغانستان کې 512 تنه پوځيان لري، چې د بلخ او فارياب په ولايتونو کې دېره دي. تر دې وړاندې اسټراليا هم ويلي دي، چې خپل ځواکونه به تر مهال وېش يو کال وړاندې يعنې د 2013 کال تر نيمايي پورې له افغانستان څخه وباسي.