د ايران د فضايي ځواکونو قومندان وايي، چې دوی بريالي شوي له هغې امريکايي بې پيلوټه الوتکې څخه، چې څه موده وړاندې يې په ايران کې راکوزه کړې وه، ټول ټکنالوژيک او پټ مالومات ترلاسه کړي. ده ادعا وکړه چې ايران اوس کولای شي د دغو الوتکو توليد په خپله پيل کړي. تر دې وړاندې امريکې ويلي و، چې ايران د دې وړتيا نه لري د الوتکې مالومات ترلاسه کړي، خو اوس به څرګنده شي چې په رښتيا ايران دغه الوتکې جوړلای شي که نه.