دفرانسې دولسمشرۍ لپاره د ټاکنو لومړنۍ پايلې دا ښيي چې هېڅ نوماند 50 سلنه رايې نه دي ترلاسه کړي، نو په دې توګه به په دوو اونيو کې د ټاکنو دويم پړاو ترسره شي. د رايو پايلې ښيي، چې د اوسني ولسمشر نيکولای سارکوزي اصلي سيال (فرانسوا اولاند) 28.4 سلنه رايې، سارکوزي 25.5 سلنه رايې او ( ماري لوپن) 18 سلنه رايې اخېستي. اوس به په دويم پړاو کې فرانسوا اولاند او سارکوزي سيالي کوي، خو د شنونکو په اند داولاند د ګټلو چانس ډېر دی.