پرون د امريکې سفير رايان کراکر او دافغانستان د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا د امريکې او افغانستان تر منځ د ستراتيژيک تړون مسوده نهايي کړه. که څه هم تر اوسه د دغه تړون مواد نه دي په ډاګه شوي، خو ويل کېږي ، چې د تړون له مخې به امريکا له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلووروسته هم پوځي او مالي مرستې کوي، خو پر وړاندې به يې امريکا په افغانستان کې د ازاد تګ راتګ اجازه ولري، عمليات به کولای شي او که چېرې کوم امريکايی د افغان ځواکونو له خوا نيول کېږي، سمدستي به امريکايي لوري ته سپارل کېږي. په سند کې د پوځي اډو او دامريکايي ځواکونو د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي. د ستراتيژيک تړون سند به دامريکې د کانګرس او د افغانستان ملي شورا تر منظورۍ وروسته لاسليک کېږي.