د نړۍ مهم خبرونه له لنډيز سره:

 
Николя Саркози с супругой покидают избирательный участок 

  • په فرانسه کې د جمهوري رياست ټاکنې پيل شوي، اوسنی جمهور رييس سارکوزي بيا کانديد دی.
  • په پاکستان کې د کال تر150 زياتو ښځو پر مخونو تيزاب پاشل کيږي؛ دا ډول پېښې زياتره د کورنيو شخړو او ستونزه له امله رامنځته کيږي. که څه هم د بشر د حقوقو د موسساتو لخوا يې د مخنيوي لپاره هڅې پيل شوي، خو دا پېښې کال په کال نوره هم زياتيږي.
  • په سوريه کې چاودنې 43 تنو  ته مرګ ژوبله پېښه کړې. چاودنه په يوه پوځي سرويس کې رامنځته شوې، چې يو تن يې وژلی او پاتې ټپيان دي. د دريو تنو حالت د اندېښنې وړ دی.
 
  • په چين کې د سياليانيانو يو سرويس موټر له يوه باروړونکي موټر سره ټکر شوی؛ په پېښه کې ديارلس تنه وژل شوي.
Выставка к Лондонскому марафону Virgin 
  • په لندن کې به نن مارفون پيل شي؛ دغه مارفون Virgin London Marathonهر کال تر سره کيږي او سږکال يې دوه دېرشم ځل دی؛ د مارفون اوږدوالۍ 42 کيلومتره دی او پنځه ديرش زره خلک به په کې ګډون وکړي.