بې سرحده ډاکټرانو خوست  کې د يوه روغتون فعاليت تر نامعلوم وخته وځنډولو

 بې سرحده ډاکټرانو په  خوست ولايت کې د مور او ماشوم د درملنې د ځانګړي روغتون فعاليت تر نامعلوم وخته وځنډولو. د دې کار لامل دا دى چې څو ورځې وړاندې د دې روغتون په دننه کې بمي چاودنه شوې چې له امله يې څوتنه مراجعين ټپيان شوي وو.    د خوست د عامې روغتيامسوولين وايي چې دغه روغتون سيمه والو ته په وړيا ډول معياري خدمات وړاندې کول او هيله لري چې بېرته په فعاليت پيل وكړي.
بې سرحده ډاکټرانو ياايم، اس، اېف په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي چې په  خوست کې د مور او ماشوم د درملنې د ځانګړي روغتون چارې تر نامعلوم وخته پورې ځنډوي او د دې کار لامل امنيتي اندېښنې ښودل شوي دي او دا اندېښنې هله راپيدا شوې چې څو ورځې وړاندې د دې روغتون په دننه کې بمي چاودنې د ماشومانوپه ګډون څو تنه مراجعين ټپيان کړل.
د خوست د عامې روغتياريس ډاکټراميربادشاه رحمتزی وايي چې دغه روغتون نږدې يوه مياشت وړاندې فعال شوی وو او سيمه والو ته يې په وړيا ډول معياري خدمات وړاندې کول، رحمتزی زياتوي چې د دې روغتون په فعاليدوسره د روغتيايي خدماتو ساحه پراخه شوې وه او تړل کيدل يې د خوست لپاره ستره ضايعه بلل کيږي.
د خوست عام اوسيدونکي هم د دې روغتون د تړل کيدو خبر مايوسه کړي او د پرانستنې غوښتنه يې کوي، دوى وايي چې له دې وړاندې نورې پروژې هم د ستونزو له امله ځنډيدلي او سيمه والو ته يې ستونزې جوړې کړي دي
ياده دې وې چې د وسله والوطالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهدويلي چې دوى د روغتون په چاودنه کې لاس نه لري.