په افغانستان او سيمه کې دتروريزم دکړنو لاملونه او...

    
تروریزم یوه نړیواله پدیده ده، خو په هرځاۍ او ټولنه کې یې لاملونه، بڼه، اهداف لوژیستکي او تمویلونکي منابع بیلې دي. څنګه چې د تروریزم دپاره په نړیواله کچه یو منل شوی تعریف نشته، همدا راز د هر ترهګر، کوچنیوالی، لومړنۍ روزنه، کورنی چاپیریال، ټولنییز او اقتصادي حالت هم د یو بل نه  توپیر لري.
 د تروریزم علتونه سیاسي او اقتصادي دي، خو د دین، مذهب، قوم، ژبې او ایډیالوژۍ نه د اعمالو د مشروعیت له پاره کار اخیستل کیږي. همدغه شان نه شي کېدای چې تروریزم ته د یوه هموجین یا سوچه او د واحدې رهبرۍ لرونکي خوځښت په توګه وکتل شي. نو سخته به وي چې د تروریزم د تشریح له پاره یوعمومي کانسپ او یوه هراړخیزه تیوري وړاندې شي.
خو هغه څه چې د جهان په بیلو بیلو سیمو کې د تروریزم د ودې سره مرسته کوي هغه د نړیوال سیستم جوړښت، د تکنالوژی او عامه اړیکو د وسایلو انقلابي پرمختګ دی چې کوچنیو ډلو او افرادو ته پرته د مستقیمې پېژندنې دیو بل د کړو نه د الهام اخیستلو او معلوماتو د تبادلې زمینه مساعدوي. همدا راز بیوزلي، ناپوهي، بې عدالتي او قومي یا ژبني تعصبونه هم د تروریزم په وده کې مرسته کوي.
نړیوال سیستم د سیمه ییزو سیستمونو نه جوړ دی. د سیمه ییزو سیستمونو نه موخه  د هغو هېوادونو مجموعه ده چې د یو بل سره په مستقیم او یا لرې ګاونډ کې پراته وي، د بشري جوړښت،  دین، مذهب او له کلتوري پلوه یو بل ته ورته وي. همدا راز په سیاسي او اقتصادي اړخ کې له یو بل سره د انتراکشن یا متقابل عمل په حالت کې وي او یوپر بل متقابل اغیز کوي.
 د انتراکشن نه مطلب دوه اړخیزې او ډېر اړخیزې اړیکې دي چې سیاسي اختلافات او جګړې یې هم یوه برخه ده. د یوه سیمه ییز سیستم په یوه برخه کې د هرمهم سیاسي او اقتصادي بدلون تاثیرات  د سیستم په نورو برخو کې بې اغیزه نه پاتې کیږي. سیاسي او اقتصادي همکاري د ټول سیستم د ثبات له پاره ګټوره تمامیږي، خو اختلافات او لاسوهنه کیدای شي چې ټول سیستم  بې ثباته کړي. د اروپايې ټولنې د مثبتې همکارۍ او سیاسي ثبات او زموږ سیمه د لاسوهنو او عدم همکارۍ او سیاسي بې ثباتۍ ښه مثالونه دي.
افغانستان د منځني ختیځ، مرکزي او جنوبي اسیا د سیمه ییزو سیستمونو په منځ کې سرحدي موقعیت -  او د ټولو نږدې او لرې ګاونډیانو سره په یو نوع د انواعو، قومي، ژبني، دیني، کلتوري، سیاسي او اقتصادي  اړیکي لري.  نوځکه ددغو سیمه ییزو سیستمونو سیاسي او اقتصادي وده او همدا راز د سیمې د هېوادونو خپل منځي او د سیمې نه بهر قدرتونو سره د هغوی ملګرتوب او یامخالفت پر افغانستان مستقیم اغیز کوي. د بېلګې په توګه د ایران او امریکا اختلاف یا د ایران او عربو تاریخي بدبیني او  اختلاف د افغانستان په ثبات او اقتصادي وده منفي اغیز لري. همدغه شان د پاکستان او هند اختلاف او له دغو هېوادو سره زمونږ اړیکې او په افغانستان کې د دغو دواړو هېوادونو متضاد اهداف زموږ ولس او هېواد د ترهګرو او پاکستاني جنرالانو هدف ګرځولی.
تروریزم په افغانستان کې  مخینه او ژورې ریښې نه لري، بلکې د نړیوالو او سیمه ییزو ګټو، اختلافونو او متضادو ستراتیژیکو موخو پایله ده او د افغانستان د ګاونډیانو د لوژستیکي، سیاسي او اقتصادي مرستو پر ترهګر نه شي کولی چې په افغانستان کې بې ثباتي او نا امني رامنځ ته کړي. خو په عین حال کې زموږ د جنګ ځپلې ټولنې او کمزورو دولتي مؤسساتو نیمګړتیاوې هم د تروریزم د مخنیوي په لار کې خنډ واقع کیږي.
که څه هم  تروریزم په افغانستان او سیمه کې یوه نوې پدیده ده، خو ریښې او علتونه یې په ۱۹۴۷ کال کې د هند ویش او د پاکستان په نامه د د ین په بنسټ د یوه نوي هېواد رامنځ ته کېدو ته رسيږي. پاکستان د خپلو دواړو ګاونډیانو، هند او افغانستان سره په اختلاف کې دی. د افغانستان او پاکستان اړیکې څو واره ډیرې کړکیچنې شوي خو ددواړو هېوادونو ترمنځ رسمي جګړه نه ده رامنځ ته شوې.
پرعکس د هند او پاکستان ترمنځ درې خونړۍ جګړې شوي چې هره یوه یې  پاکستان بایللی  او د بنګله دیش هېواد هم ددغو جګړو په نتیجه کې له پاکستان نه بیل شو. افغانستان نه یوازې دا چې له هند سره د پاکستان د جګړو په وخت کې د پاکستان د کمزورۍ نه استفاده نه ده کړې، بلکې پاکستان ته یې ډاډ هم ورکړی چې د افغانستان له خوا به ورته کوم زیان نه رسیږي.
خو برعکس د افغانستان په هکله د پاکستان پالیسي له پیله تخریبي او ثابته ده چې پوځ او استخبارات یې عملي کوي. د حکومتونو تغیر په کې کوم نقش نه لري. د ۱۹۷۸ کال  کودتا او بیا وروسته د شوروي پوځي اشغال پاکستاني پوځ ته په افغانستان کې د لاسوهنې او تخریب بېساري امکانات په لاس ورکړه. څومره چې به د افغانستان او شوروي په دریځ کې نرمښت راته په هماغه اندازه به د پاکستاني پوځیانو غوښتنې زیاتیدې.
بالاخره پاکستاني پوځیانو ته د افغانستان د غیر مستقیم اشغال او یا د یوه کنفدراسیون له لارې د افغانستان د مستقمې ادارې فکرهم پیدا شو چې کله کله یې د پاکستاني واکمنو په خبرو کې انعکاس موندلی. جنرال ضیاالحق د افغانستان د چارو یوه څارونکي، سلیک هریسن ته  ویلی ؤ : پاکستان د مجاهدینو نه د ملاتړ له لارې دا حق ترلاسه کړې چې په افغانستان کې خپل یو لاسپوڅې رژیم حاکم کړي او که دا کار نه کیږي بیا به افغانستان ټوټې ټوټې  کړي.
پاکستان په افغانستان کې د لاسوهنې او ترهګرۍ د پیاوړتیا له لارې سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیک موخې تعقیبوي او دخپلو موخو د تعقیب له پاره د تروریزیم ډیر وسایل لري.  لومړی، سياسي او اقتصادي موخې: که څه هم چې د طالبانو له سقوط نه وروسته د افغانستان او پاکستان تجارت د پاکستان په ګټه په بېساري توګه وده کړي. د طالبانو او یا د هغه نه مخکې د سوداګرۍ کچه  په کال کې د ۲۰ نه تر ۵۰ میلیونو ډالرو ؤ خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سواګرۍ کچه د یونیم میلیارد ډالرو په شاوخوا کې ده. ددغې کچه ډېره لویه برخه  هغه پاکستاني تولیدات جوړوي چې په افغانستان کې مصرفیږي. خو پاکستان په دغه ګټه قانع نه دی اوغواړي چې افغانستان د تل دپاره بیوزله، وروسته پاتې او یوه مصرفي ټولنه وي ترڅو د پاکستاني تولیداتو له پاره بازار او د اومو موادو د ګدام په توګه ترې ګټه پورته کړي.
همدا راز پاکستان نه غواړي، چې د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو او  قبایلي سیموکې بیارغونه وشي او یا د خلکو کلتوري او سیاسي ذهنیت وده وکړي. ځکه چې اقتصادي پرمختګ د تولید په وسیله رامنځ ته کیږي. تولید نه یوازې د خلکو ژوند ښه کوي، بلکې د مسلکي او عمومي پوهې کچه هم لوړوي.  ددې نه پرته اقتصادي وده د اوبو مصرف زیاتوي. اوس د افغانستان د ختیځو ولایتونو سیندونه د افغانستان پر ځاۍ د پنجاب ځمکې خړوبوي.
همدا راز اقتصادي پرمختګ  او د سیاسي او کلتوري شعور وده به د کرښې دواړو خواو کې د افغاني هویت د پياوړتیا لامل وګرځي او دغه کار پاکستان په خپله ګټه نه بولي. دويم، ستراتيژيکي موخې: په سیاسي او ستراتیژیک لحاظ پاکستاني پوځیان غواړي چې په افغانستان کې یو لاسپوڅې رژیم حاکم وي تر څو دوی وشي کړی چې د یوې خوا د هند پر ضد د افغانانو د بشري قوت نه استفاده وکړي او له بلې خوا له هند سره د احتمالي جګړې په صورت کې خپل پوځونه په افغانستان کې ځای په ځای کړي. په دې هکله پاکستاني پوځیانو څو واره څرګندونې کړې چې پاکستان افغانستان ته دخپل ستراتیژیک ډیبت په سترګه ګوري. همدا راز پاکستان غواړي چې د افغانستان او هند اړیکې د  دوی په واک کې وي.
 
د تروريزم وسايل: پاکستان تل د پوځ له خوا اداره کیږي. پوځیان  ملکي حکومتونو  ته یوازې هغه وخت محدود واک ورکوي چې پخپله په ملي کچه خپل اعتبار له لاسه ورکړي او د نړیوال فشار لاندې راشي. پوځ د (ISI) په نامه د استخباراتو یوه ډېره غښتلې اداره لري، چې زیاته انرژي یې په افغانستان او هند کې د بې ثباتۍ او ترهګرۍ په وده مصرفیږي.
دغه اداره تقریباً د ټولې  دنیا په تېره د اسلامي هېوادونو د هغو اشخاصوکوربه ده چې د خپلو حکومتونو د تعقیب لاندې دي. همدا راز دغه اداره د پخوانیو ازادي بښونکو نهضتونو پاتې شوني لټوي او د خپلو موخو له پاره ترې کار اخلي.
د اکثره دیني مدرسو او مذهبي ډلو نه د ترهګرو د جلب، روزنې او د ماشومانو او ځوانانو د مغزنو د مینځلو د وسیلې استفاده کیږي. غربت، ناپوهي، بې عدالتي او د عام او وړیا تعلیم نشتوالی خلک مجبوروي چې خپل ځامن دغو مدرسو ته ولیږي.
قبایلي سیمې هیڅکله په کلي توګه د مرکزي حکومت تابع نه وي، چارې یې د محلي دودونو او پښتونولۍ د نورمونو له لارې سرته رسېدې. د افغانستان جګړې او د (ISI) اوږده لاس وشو کړی چې د قومي مشرانو د وژلو، بهرنیو ترهګرو په مېشت کولو او د مالي امکاناتوپه وسیله عنعنوي قومي جوړښت مات کړي. اوس په دغه سیمه کې د پښتونولۍ نورمونه او قانون کوم ارزښت نه لري. (ISI) وشو کړې چې هلته د ترهګرو داسې ډلې حاکمې کړي، چې د مدني قانون، نړیوالو او محلي نورمونو او دولتي جوړښت د چوکاټ نه بهر فعالیت کوي. دوی ځان کومې مرجع ته مسؤل نه ګڼي.
پوه او مسلکي سیاستوال، د سړې سینې استدلال، مسلکي غښتلې دیپلوماسۍ په وسیله پاکستان تراوسه قادر شوی، چې نړیوالو ته ځان بیګناه او د تروریزم قرباني وښیې.  همدا راز د فلسطین مسأله او  له لویدیځ څخه د اسلامي او په تېره د عربي  ولسونو ناراضایت هم له (ISI) سره مرسته کوي. د تروريزم پايلې: ترهګري نه یوازې افغانستان ته هره ورځ بېساري ځاني او مالي زیانونه رسوي، بلکې د افغانانو یوه لویه برخه د تعلیم، ابادۍ او پرمختګ  نه هم بې برخې کوي. دغه حالت په اوږده موده کې د افغانستان دخاورې بشپړتیا، ملي واکمنتوب او د ولایتونو خپلمنځي اړیکوته زیان رسوي.
ترهګري په اوږده موده کې زموږ په ښارونو او قبایلي سیمو کې محدوده نه پاتې کیږي، بلکې د پاکستان زړه پنجاب ته به هم وروغځېږي. ځکه تروریستي ډلې یوه منظمه دولتي اردو نه ده چې  د مرکزي قومندانۍ د اوامرو تابع او دولتي مؤسساتو په کنترول کې پاتې شي. همدا راز د ترهګرو مشران نه شي کولې چې د یوه منظم حکومت په شان د خپلو افرادو چارې کنترول کړي او یا د هغوی دایمي وفاداري ترلاسه کړي. د افغانستان د امنیتي او استخباراتي اورګانونو د غښتلي کیدو  او یا د سیمه ییزو او نړیوالو سیاستونو د بدلون په صورت کې کیداې شي دغه لوبه سرچپه شي.
داچې ولې په تیرو څو میاشتو کې د افغانستان او قبایلي سمیو امنیتي وضعه دومره خرابه شوه او په تروریستي اعمالو کې دومره ډېرښت راغي ډېر علتونه لري.  له یوې خوا د طالبانو سره د تړونونو په وسیله د وران کارو ټوله انرژي افغانستان ته متوجه شوې. د بلې خوا پاکستاني پوځ غواړي چې ولس او نړیوالو ته وښیې چې یوازې پوځیان کولی شي، چې په پاکستان کې اغیزمن حکومت وکړي او ملکي سیاستوال د ثبات او دوامدار حکومت کولو وړتیا نه لري.
د بلې خوا پاکستان د جیش محمد، حزب المجاهدین او لشکرطیبه جنګیالیان د کشمیر نه را وباسي او د افغانستان خواته یې رالیږي. د جولای په لومړیو ورځو کې ددې ډلو درې سوه جنګیاليو په راولپنډۍ کې د پوځ د قوندانۍ او (ISI) مرکز ته څېرمه غونډه وکړه او اعلان یې وکړ چې په کشمیر کې د جګړې سربېره به دوی خپل ډېر پام افغانستان ته واړوي.
په ټولنیزو او سیاسي علومو کې د طبیعی علومو په شان ثابت قوانین نشته او د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو، سیاسي او پوځي نهضتونو وده په دقیقه توګه نشي محاسبه کېدای.  ممکن پاکستاني پوځ او استخبارات هم په خپله محاسبه کې غلطي وکړي او په خپل لاس  د بل کړی او قرباني شي.
پاکستاني پوځیان په دې باور دي چې دوی کولی شي د اوږدې مودې له پاره نړیوال وغولوي. خو سیاسي او پوځي مسایل کې کله کله دپلان شوې چوکاټ نه وځي او جلا بهیر او ډینامیک غوره کوي. ممکن نړیواله ټولنه او په افغانستان کې مېشت بهرني پوځونه داسې یو اقدام ته مجبور شي چې عادي پلان جوړونې او محاسبه کې یې وړاندوېینه نه کیږي.
لنډه دا چې افغانان د تروریزم قرباني دي خو په اوږده موده کې یې پاکستان هم قرباني کېدای شي. افغانستان له پاکستان سره په سوله او ورورولۍ کې ژوند کول غواړي او ډېر داسي سیاسي، اقتصادي، کلتوري او حتی امنیتي موضوعات شته چې دواړه هېوادونه په کې اغېزمن ګډ کار کولی شي.
 د سیاسي او اقتصادي همکارۍ په نتیجه کې به نه یوازې دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شي، بلکې د ودې او سوکالۍ امکانات به هم برابر شي. خو دغه راز همکاري یوازې هغه وخت ممکنه ده چې پاکستان د افغانستان استقلال، ملي هویت او ملي حاکمیت ته په درنه سترګه وګوري.
څنګه چې افغانستان نه غواړي خاوره یې د پاکستان پر ضد استعمال شي همدا راز پاکستاني پوځیان باید هم پوه شي، چې افغانان به اجازه ورنه کړي چې دوی یې د ستراتیژیک ډیپت په توګه استعمال کړي او یا د افغانستان ملي حاکمیت ته زیان ورسوي. ښه ګاونډ او د ژوند په ټولو برخو کې ګډ کار د دواړو هېوادو په ګټه دی او افغانستان دغه راز همکارۍ ته تل تیارې ښودلې. له ( سيمه ييز مطالعات ) څخه په مننه