بی خونده خبری(۶۰): د سړیو ښار (۲)

\"\"
وسیم سجاد، کابل
مارچ۲۰۱۲،۲۷
د کندهار په هوایی ډګر کی زیاتره د افغان یونایټید بانک نښی لیدل کیږي. مطلب دا چی دلته کی یی له نورو زیاته توجه کړی. د میدان تر مرکزي دروازی که واسطه ونه لری باید پیاده لاړ شی. باندی هم ځینی ګاډۍ ولاړی دي.  د لته کی د ګل اغا شیرزی د ورور کوټۍ هم لیدل کیږي. بیا به دلته موټر کی کینی او د هوایی ډګر تر عمومی کمر بند چی بلا اوږده لار ده، باید منزل وکړی.
د کندهار د هوایی ډګر ځانګړتیا دا ده چی لس کاله شګه ورته چلول کیږي خو د ځمکی په سر کوم فوق العاده تعمیر نه لیدل کیږي. څه چی ګوری موقتي او بس د څو ورځو ښکاري.
نو عرض دا چی شګه چیرته لاړه؟
له عمومی پاټکه چی واوړی نو مخامخ کلا ښکاري چی سترګی ځان خوا ته کشوي، د ولسمشر د ورور مینه ده چی زما کیمره(کامره) یی د زوم وړتیا نه لري؛ خټینه لویه کلا اباده شوی؛ سیکیوروټی لري او ویل کیږي چی خارجیان ورته تګ را تګ کوي. بیا به نو سفر کوی مخ په کندهار ښار؛ دشتی، شاړی ځمکی، خټین کورونه؛ په دی لاره به د پرمختګ او بیا رغونی په نوم څه ونه ګوری. ګومبزي کورونه ښکاري؛ ما ته یی د کندهار فلم را یاد کړ.
چیرته په لاره شور اندام سیمه راځي. نه پوهیږم چی ددی سیمی نوم وجه تسمیه څه ده؟ د کوم اندام د شوریدو خبره کوي؟
کندهار ته د سفر پرمهال، والی ویسا یو کار دا کړی وو چی د ځینو غصب شوو ځمکو کنډوالی یی ړچولی وی او ځینی دیوالونه یی ورته تازه ړنګ کړي وو.
\"\"
مونږ هر ښه عمل ستایو!
چی د ښار خواته ځی نو  نو یو پول مخی ته درځي  چی د خلکو په منځ کی  د بغداد پول په نوم یادیږي. خطرناک پول دی کوم وار د امریکایانو په کاروان پټاو هم  په کی شوی وو. د پول په منځ کی یی پری پټاو کړی وو. ښه جذر یی تری ویستلی وو. کومه ښکلی عسکره خو تری د خاورو لاندی هم شوی وه.
په ځینو چوکونو کی د مولوی نقیب غټ بنرونه هم لګیدلي. مولوی نقیب د جمعیت وو. طالبانو ته یی کندهار تسلیم کړی وو او بیا یی د اوسنی حکومت او طالبانو ترمنځ هم د رویبار رول لوبولی وو؛ له امریکایانو سره یی لکه خبره کړی وه چی نه به راځی او نه به درځم مینه!!!

خو څه موده وروسته یی زغروال ګاډۍ په بم خیژي او پټاویژي. اِنا لِله و اِنا الیه راجعون! دا چی ولی او څنګه یی موټر پټاو شو او یا هم چا پټاو کړ پته به یی د کیامت(قیامت) په ورځ لګیږي.
کندهار کی حزب سرکاتب درلود. سرکاتب هغه مهال چی امیر ورور حکمتیار په تهران کی وو له ۱۲ کسانو سره راغلی وو. د جیب خرچ لپاره ورته ګلبدین په مخبت مولا ۱۲،۰۰۰ کلداری حواله ورکړی وه! سرکاتب شونډی بوکی کړی وی. بیا راسخ مولا یی ترمنځ شوی وو. خو راسخ صاب ته سرکاتب یوه د کار کیسه کړی وه او
هغه دا چی \"مونږ خورو د نورو او غزلی حکمتیار ته وایو!\"
حزب د امریکی ۶۰٪ بسپنی ترلاسه کولی خو په مرکزونو کی یی له کورښو پرته چی په دوی کی د لوبیا په نوم مشهوری وی بل څه نه پیدا کیدل!
سیاف سره عربان وو خو په غوښو کی یی د مجاهدینو غاښونه پڅ کړي وو. ښه جمپر،کِرمچ بوټ او غوښی دلته وی. د حزب مجاهدینو به خوړله د سیاف خو جهاد یی بیا د حزب په لیکو کاوه!
حزبیان ټول دا ډول دي خوري یی له نورو خو ډزیږي حکمتیار ته! مهمه نه ده چی اوس چیرته دي او له چا سره دي خو پښی یی بیا هم له حکمتیار سره وي!
کندهار کی چی څه ګوری هغه له هغه اوله دي. ګل آغا سره د بیا رغونی لکه لیونی مینه وه! او یا دا ده چی دلته هیڅ هم نه وو شوي د ګل آغا د څو کارونو په ترسره کیدو خلک بیخي وهڅیدل او هغه یی بیخی کاری بیلدوزر وباله! ګل آغا په ننګرهار کی څه نه دی کړي خو دا چی خلک له کفن کش څخه تنګ راغلی وو په ځوی
\"\"
 
یی شکر وویسته!
کندهار ښار واړه سرکونه لري، بیرو بار یی هومره نه دی څومره چی باید وای! دلته نه خوند شته او نه هم زنګ! د جنګ وحشت هر څه لوټلی دي. مست کندهاریان اوس هغسی نه دي پاتی چی خلک یی کیسی کوي. مست کندهاریان چی په میلو ټیلو کی نامی دي اوس هسی نه ورځي او نه هم غورځي!!!
د کندهار په ښار کی هره لوټه په وینو رنګ ده؛ هره تیږه سره شوی او هره کورنی میراته شوی. هره مور بوره شوی؛ څوک نشته چی د سترګو چینی یی نه وی بهیدلي؛ داسی څوک نشته چی د زړه ټوټه یی له لاسه نه وي ورکړي! کندهار په وینو رنګ دی! انار،انار زامن یی له لاسه ورکړي!
\"لا ترڅو به کندهاره د غم غشی در اوریږي
                                                لا ترڅو به دی پر کلیو دا پردی لمبی بلیږي
لا ترڅو به  جنازو ته نوی نوی ساندی زیږي
                                               زه له غلو سره ملګری نګهبان په خوب کی وینم\"
څوک شته چی ورباندی پوښتنه وکړي؛
د لته نو:
\"پرماشوم خوبونه اوري سری سکروټی د مرمیو
                                                       بګړۍ ولویدی له سره شرنګی چوپ سو د بنګړیو
په دی ښار کی کربلا ده شهیدان په خوب کی وینم
                                                      نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کی وینم\"
ځکه چی:
\"د قضا پرکرسی ناست دی سرغنه د قاتلانو\"
او:
\"نه قاضی سته په دنیا کی نه غمخور چی واوري ساندی\"

په ښار د شپی پرمهال ویره خپره وي؛ څوک د وتلو جرات نه کوي؛ خلک بس دی ته شیبی شمیری چی بیا به د چا په کور چاپه وي او بیا به څوک په وینو سور راوړي.
\"توره شپه ده هیبتناکه زړونه ریږدي د زمریو\"
ښار کی چی کومی حملی ترسره کیږي ټولی د هغه زاړه ښار له برخو وي. اوله ناحیه،...، څلورمه ناحیه کی ترسره کیږي چی دولایت والا مقام ته نږدی پرتی دي. د کندهار مرحوم مرستیال والۍ یی د سرک په سر د ښار دننه شوټ کړی وو!
کندهار کی وړه پیښه کولای شي ښار تر اونۍ بند وساتي؛ او خلک په کور کینوي. که په کوم دفتر کی دنده ترسره کوی باید څوک درباندی خبر نه وي؛ که موټر کی دفتر ته ځی باید له یوی لاری څو واری تیر بیر نشی. هر وار باید لاره بدله کړی؛ مخ پټ کړی او... کنه نه بیا په نښه شوی یی او شپی او شیبی شماره بچو!!!
خلک له چارواکو او برخورده یی ګیله لري. وایی پولیس به د سړي ځوی وي خو دلته چی لاړ نو بیا نه پلار لري او نه هم مور! والی بدمعاش او ریسان بد اخلاقه! دوی په ملت احسان کوي ځکه چی ریسک یی قبول کړی ترڅو دوی ته خدمت ترسره کړي!!!
\"د میرویس په مُصلی می ایجړاګان په خوب کی وینم\"
ښار دننه اول ښځی نشته؛ د سړیو ډک ښار دی. که کومه یوه وګوری نو هغه بیا په چادری کی پټه وي. د چادریو رنګ یی د کابل هغو څخه بدل دی. په دفترونو کی ماموری ښځی د سر په بیه دنده ترسره کوي. ځوانی جونی کورسونو او مدرسو ته په تور حجاب کی درومي. دلته ته پوهیږی چی ښځه یعنی څه؟ سترګی دی تری شرمیږي او ځمکی ته ګوری؛ د کابل هغوی غوندی نه دي چی باید سترګی ورسره وجنګوی!  
د کلتور یوه ځانګړتیا داده چی باید د وخت په تیریدو بدلون ومومي! که سترګی می نه وی غلطی شوي،ښځي می له سړیو سره چی حتما محرم به یی وي په ټپ،ټپي سپری ولیدی!
د ښار په یوی برخه کی می د مسعود عکسونه ولیدل نو درک می کړه چی محبوبیت یی لا ینکِرو!
کندهار کی اوس مهال دوه خصوصی پوهنتونه شتون لري چی یو یی د ملالی او بل یی د میرویس خان په نوم یادیږي. نور هم ورته را روان دي.
دولتی هغه یی د حضرت میر تر مشری لاندی دی! چی شکایتونه یی په تکرار سره د ویبپاڼو سورخي جوره وي. هیواد تلویزون هم شته خو خفه ورته په دی یم چی ولی له کندهاره نه وځي؟
هیله ده چی لیکنه می در باندی ونه غمیژي!
خوراک کی غوښه او هغه هم د پسه ډیره رایجه ده. توروی(دوغ) دو بالا چلیږي.
ژمي کی طالب سبقان وایی او په اوړي کی جهاد! ښه موسم کی لاړ وم؛ طالب می ونه لید! ښار کی ټکان معمول دي او که کومه پیښه ترسره نشي خلک کیدای شي یو ډول
تشویش ورته ولري! چی نن  ولی نه؟
نور بیا....
\"\"
 
leekwal@yahoo.com