تا ښکلوم

له اوږدې جداۍ نه وروسته
شیبه شیبه تا ښکلوم
او احساسوم دې
ډیر هیجاني لیک درته کښم
خپل بریښنالیک ولوله
 
----                       
محاوره
 
داسې مه وایه چې زما مینه
د لاس بند یا  یوه ګوتکۍ ده
زما مینه یوه لویه دایره ده
زما مینه د سمندر تل کې  کشتواني ده
داسې هم مه وایه چې زما مینه سپوږمۍ ده
زما مینه د شغلو پاشلې نړۍ ده.
 
 
شاعر :            نزار قباني
ژباړه        :     سيدجيلاني جلان