پاکستان د سولې شورا نوي رييس ته د رسمي سفر بلنه ورکړه

پاکستان د افغانستان د سولې شورا نوي رييس (صلا ح الدين رباني) ته بلنه ورکړې ده چې له پاکستان څخه رسمي ليدنه وکړي. د سفر وخت نه دی ټاکل شوی، خو اټکل کېږي چې تر راتلونکې جولای مياشتې وروسته به وي. سرچينې وايي، چې د پاکستان ولسمشر اصف زرداري له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې دغه وړانديز کړی دی.