د نويو مالوماتو له مخې چين تر شمالي امريکې او لوېديزې اروپا وروسته د کاغذ دريم لوی نړيوال مارکېټ وګرځېد. د هغو شمېرو له مخې چې د چين د کاغذ په نولسم نړيوال نندارتون کې خپرې شوې، د چين د کاغذونو سوداګرۍ ټوليز ارزښت 50 ميليارد (يوان) ته رسېږي. خو د کاغذ د مصرف له مخې چين لاهم د سړي سر 4.1 کيلو ګرام کاغذ نړيوال معيار ته نه دی رسېدلی، حال دا چې په شمالي امريکا کې د کاغذ سړي سر مصرف 25 کيلو، په جاپان او لوېديزه اروپا کې 15 کيلو او په تايوان، هانګ کانګ او ماکاو کې کې 10 کيلوګرامه دی.