په برتانيه کې 13 ميليونه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي

د (تراسل ټرسټ) په نامه يو غير دولتي خيريه سازمان په برتانيه کې وايي، چې د برتانيې له 62 ميليون وګړو څخه 13 ميليونه يې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. سازمان وايي، چې د بېلا بېلو لاملونو له مخې يو زيات شمېر خلک نه شي کولای د خپلې کورنۍ د اړتيا وړ خوراکي توکي برابر کړي. د دغه سازمان د اعلاميې له مخې د عوايدو رالوېدل، وزګارتيا او ديوالي کېدل، د حسابونو غير منتظره بېلونه د دې لامل ګرځي چې يو شمېر کم عايده کورنۍ د خوراکي توکي له کمبود سره مخ شي. تراسل ټرسټ د بېوزلو خلکو د خوراکي اړتياوو لپاره د هېواد په بېلا بېلو برخو کې خوراکي بانکونه جوړ کړي دي. په دغو بانکونو کې د اړو کسانو لپاره د دريو ورځو لپاره د اړتيا وړ خوراکي توکي برابرېږي. تېر کال تر 60 زرو زياتو کسانو د دغو بانکونو له لارې خوراکي توکي ترلاسه کړي وو او اټکل کېږي چې دغه شمېر به سږکال يو لک کسانو ته ورسېږي. په 2010 کال په ټوله برتانيه کې 79 خوراکي بانکونو کار کاوه، خو اوس د بانکونو شمېر 200 ته رسېږي. (سکای نيوز) تلوېزيون وايي، چې څو کاله وړاندې هېچا خوراکي بانکونه نه پېژندل، خو اوس په هرو څلورو ورځو کې يو خوراکي بانک پرانيستل کېږي.