د ملګرو ملتو د امنيت شورا د رايو په اتفاق پرېکړه وکړه چې په سوريه کې د ملګروملتو د بې وسلو څارونکو شمیر د دريو مياشتو لپاره درې سوو کسانو ته ورسوي. دغه څارګر به په سوريه کې د اوربند او د ملګرو ملتو د سولې د پلان پلي کېدل څاري. د څارونکو د استولو د بڼې ټاکل د ملګرو ملتو سرمنشي ته وسپارل شول. د ملګرو ملتو سرمنشي( بان کي مون) پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې د څارنې په دغه مېشن کې برخه واخلي. روسيې او چين وار دمخه تياری ښودلی، چې سوريې ته څارونکي واستوي.