په هالنډ کې د اورګاډو په ټکر کې 125 تنه ټپيان شوي دي

پرون ماښام 6:30 بجې د هالنډ په مرکز امستردام کې دوه اورګاډي سره ټکر شول، چې له امله يې 125 تنه ټپيان شوي دي. په ټپيانو کې د 10 تنو حالت ناوړه بلل شوی دی. د ټکر له امله دامستردام د اورګاډو ترافيک او همداراز د (شيفول) هوايي ډګر ته تګ راتګ ګډوډ شوی دی. پوليس د ټکر د لامل په اړه څېړنې پيل کړي دي.