په نوي زيلانډ کې يوه ښځه د کوکا کوﻻ د څښاک له امله مړه شوې

\"Кока-кола\"
د کوکاکوﻻ زيات څښاک  کيدی شي د دې ﻻمل ګرځيدلی وي، چې په نيوزيلانډ (نوي زيلانډ) کې يوې ښځې خپل ژوند له ﻻسه ورکړ.
د سکای نيوز تلويزيوني کانال د رېپوټ پر بنسټ، دېرش کلنه نتاشا هاريس  Natasha Harris په 2010 ز کال کې د زړه د ناروغۍ له امله ومړه.
د ډاکټرانو د څېړنو او پلټنو رېپوټ دا په ډاګه کوي، چې نوموړې د کوکا کوﻻ د څښاک سره بې ساري مينه درلوده او په وجود کې د زيات کافيين موجوديت او د زړه ناروغۍ له امله يې ژوند له ﻻسه ورکړی. له دغې ښځې اته ماشومان پاتې شوي.
د ميرمن هاريس  يوه خپلوانه وايي، چې نوموړې کولی شول په ورځ کې تر لسو ليترو پورې هم کوکا کوﻻ وڅښې؛ هغې زياته کړه، چې سهار به چې څنګه له خوبه پاڅېده لومړی کار به يې دا و، چې کوکاکوﻻ وڅښې او په همدې توګه له خوب نه مخکې يې وروستۍ چار همدغه وه. د رېپوټونو پر بنسټ مېرمن هاريس  د اعتياد تر درجې رسېدلې وه او حتی ﻻسونو به يې لړزه کوله.
د کوکا کوﻻ کمپنۍ شرکت دغه پلټنې ناسمې بولي او وايي، چې کوﻻ يې د مرګ ﻻمل نشو کيدی.
ډېر د خواشينۍ ځای دی، چې په افغانستان کې هم د غربي نړۍ زيانو رسووکي خوراکوي توکي په پراخه توګه په بازار کې موندل کيږي او خلک يې له زيان نه نه دي خبر.
همدا اوس  راز راز غير الکولي د څښاک  توکي د انرژي څښاک په شمول د افغانستان په بازارنو کې موندل کيږي.حتی شړومبې هم له ايرانه راوړل کيږي. د بوتلي شړومبو  او نورو خوراکي توکو يو زيان دا دی، چې د ساتنې په موخه داسې مواد په کې کارول کيږي، چې وجود ته زيان اړوي.
په اروپايي هېوادنو او په ځانګړې توګه جرمني کې د ايراني مايع کورتو پر خرڅلاو باندې بالکل بنديز لګيدلی، ځکه د ځېګر سرطان پيدا کوي. همدا راز ايراني پسته هم په دغه لست کې ده. د پستې د ژر رسيدلو او خوندور کيدو لپاره يو ډول زهري مواد کارول کيږي. د اروپا د معيارنو سره سم  ترې يوې اندازې  د کارولو جواز يې شته خو په ايران کې دا کچه په لسګونو واره زياته کارول کيږي. له دې سره سره يې په اروپا کې ايراني مغازې په پټه ځينې توکي خرڅوي او په قاچاقي توګه راځي.
د روغتيا د ساتنې لپاره تر ټولو ښه فرمول په طبيعي توګه له خوراکي توکو کار اخيستل دي. د امکان په صورت کې خپله مستې او شړومبې جووړې کړئ، د امکان په صورت کې د چينې او يا نورې پاکې عادي اوبه وڅښئ او داسې نور. روغتيا جدي پاملرنې ته اړتيا لري!!!