غـــــــــــــــزل

ورځ می شپه سوه چی په لوری زما راغله
ديار غم وو لکه توره بلا راغله

په کوم لوری به ترې ځان ژغورم دتللو
دقسمت لوبه له مخ او له شا راغله

ورته کوز به دحسينو وي سرونه
که دبخت ستاره مخ ته دچا راغله

دا چی اوري می پر مخ باران داوښکو
زما دفکر په اسمان کی خو بيا راغله

شېخه هير به دې اذکار شي که دې مخته
پښتنه دجنت حوره پر خوا راغله

څه ازارمی دئ اخيستئ نه پوهيږم
چی لړۍ زما پر عمر سياه راغله

عمری او بخت خو دومره سره لرې
لکه څوک چی وای ځوانی دبوډا راغله


په پښتنه مينه
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ