کابل کې لس ټنه چاوديدونکي توکي نيول شوي


د افغانستان امنيتي ارګانونو چارواکي وايي، چې په پلازمېنه کابل کې يې ډېره زياته اندازه چاوديدونکي توکي نيولي.
يوه تن چارواکي نظري ويلي، چې د پېښې سره په تړاو کې پنځه تنه نيول شوي، چې درې يې له پاکستانه راغلي او دوه تنه يې سيمه ييز دي. د نوموړي په وينا، چې دغو کسانو سره لس ټنه چاوديدونکي توکي نيول شوي او دغو کسانو غوښتل، چې پرله پسې چاودنې وکړي. نوموړي زياته کړې، که چېرې دومره چاوديدونکي توکي کارول شوي وای، زياته مرګ ژوبله به يې رامنځته کړې وای.