د پاکستان د پترولو او ګازو وزير ( ډاکتر عاصم حسين) پرون خبريالانو ته وويل، چې افغانستان، پاکستان او هندوستان د ترکمنستان د ګازو د ترانزيت پر فيس هوکړې ته رسېدلي دي. د ده په وينا د 7.6 ميليارد ډ الرو په ارزښت د ګازو د ترانزيت فيس به په هر واحد کې 49.5 سنټه وي. د عاصم په وينا په دې توګه د ترکمنستان د ګازو بيه د ايران تر بيې ارزانه پرېوزي. د يادونې وړ ده چې ايران ډېره هڅه کوي، د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو مخه ونيسي، خو امريکا بيا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان (تاپي) د ګازو پروژې ملاتړ کوي.