د روسيې دفاع وزير مرستيال (سوخوروکوف) خبر ورکوي، چې روسيې د بې پيلوټه الوتکو د نوي نسل د جوړولو پر چارو پيل کړی دی او په 2014 کال کې به د دغې لړۍ لومړنۍ الوتکې د روسيې د پوځې ځواکونو له خوا وازمويل شي. سوخوروکوف وايي، چې د روسيې اوسنۍ بې پيلوټه الوتکی يوازې د څار دنده ترسره کولای شي او د بريد ځواک نه لري، خو نوې الوتکی به د بريد لپاره هم اړين تجهيزات ولري. نوموړی وايي، چې د روسيې دفاع وزارت د دغې چارې لپاره د روسيې د پوځي تجهيزاتو د جوړونې له شرکتونو( کانزاس) او (سوکول) سره تړونونه لاسليک کړي دي.