شمالي کوريا د خپلې سپوږمکۍ د غورځېدو په اړه څېړنې بشپړې کړې

د شمالي کوريا چارواکي وايي، چې تېره اونۍ يې د خپلې سپوږمکۍ د غورځېدو د لاملونو په اړه څېړنې بشپړې کړې دي. چارواکي وايي چې دغه څېړنې به له دوی سره په راتلونکو ورځو کې د يوې بلې سپوږمکۍ په بريالي استولو کې مرسته وکړي. تېره اونۍ شمالي کوريا هڅه وکړه د لومړي ځل لپاره يوه سپوږمکۍ فضا ته واستوي، خو تر توغولو يوه دقيقه او دېرش ثانې وروسته سپوږمکۍ راوغورځېده. امريکې، سويلي کوريا، جاپان او اروپايي هېوادونو د دغې سپوږمکۍ د استولو پر چارې سختې نيوکې وکړې او دا يې د سپوږمکۍ په پلمه د لرې واټن بالستيک توغندي د ازمويلو هڅه وبلله.