د نيويارک ټايمز د رېپوټ له مخې، د تاجکستان محکمې 34 تنه د ازبکستان د اسلامي تحريک د ګوند سره د تړاو په تور او د ترهګريزو فعاليتونو له امله، له اتو تر اته ويشتو کلنو پورې د بند په سزا محکوم کړي دي. د دوی په وينا دغه ګوند له القاعده سره تړاو لري او هڅه کوي، چې حکومت نسکور کړي.
د تاجکستان چارواکي وايي، چې په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو فعاليتونه زيات شوي او د حکومت لپاره په يوه خنډ اوښتي.