غزل

خيــــــــال دې په سوچو کــې راته څه ووې اوښـــــــــــــــکو څڅيدوکــې راته څه ووې نـــــــــــيغ مې د يادو څـــــــــــپو ته ودانګل ســـــــــــر په زنګونــــــو کــې راته څه ووې نياز مــــــــــې نهيلو کې ورته وټـــــــوکيد ناز دې په لمـــــــــــبو کــــــې راته څه ووې زړه چې روغ ګريوان ورباندې څيرې کړ عقل ســـــــــتا خيالو کــــې راته څه ووې ما خـــــــــــــو يې ژباړنه اسويلــي وکښل تا په مـــــــړو کتو کــــــــــې راته څه ووې هسې مې ساقي خولې ته سلام راځـــي جـــــــام د انديښنو کـــــــې راته څه ووې خلاصــــــــې يې د ولونو له دامونو کړه زلفو دې کمــــــــــــڅو کې راته څه ووې سر مـــــــــې بيباکـــــــه ورته وړاندې کړ مينې په پښــــــــتو کـــــې راته څه ووې څنګه به تــرابه نـــــــــــــوره تـــــــــــمه شم نن دې غــــــــــــــزلو کـــــې راته څه ووې