له څه مودې راهيسي د افغانستان سهيلى ګاونډي دا خبري كوي چې غواړي افغانستان ته د ترهګرو او دافغان اوناټو د ځواكونو پرضد د جنګيدونكو د مخنيوي لپاره د ډيورنډ پر نا قانونه او تپل سوي كرښه ديوالونه جوړ كړي او ماينونه ځاي پرځاي كړي تر څو پدې توګه وتوانيږي د ترهګرو د اوښتو را اوښتو مخه ونيسي. خو د پاكستان ددې غوښتنو په ځواب كي افغان دولت په هرځل په كلكه ددوي دا ناقانونه او له چل ول څخه ډكه غوښتنه رد كړي. خو دادي يوځل بيا د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت دا خبره كوي چې دوي خپلو ځواكونو ته ويلي چې پردې بيلتون كرښه ماينونه ځاي پر ځاي كړي او كټاري ولګوي او همدارنګه پاكستان ويلي چې دوي غواړي دا كار په خپله خاوره!!؟؟ كي وكړي او هيڅ اړتيا نه ويني چې په دې هكله دي د افغان دولت سره خبري وسي .
خو ايا پاكستان رښتيا غواړي چې پدې توګه د ترهګرو مخه ونيسي او كه په اصطلاح تر بوسو لاندي اوبه تيروي؟ خبره د لمر په شان روښانه ده او هغه دا چې زموږ د روانو بدمرغيو لامل تر شوروي را وروسته پاكستان دى او كه ووايو چې تر روسانو پاكستان ډير تاوانونه رارسولي دي شايد مبالغه به مو نه وي كړي هسي خو د افغانستان هيڅ ګاونډي افغانستان ته چل ول له زړه نه دى ايستلى خو پاكستان د پښتونستان او ډيورنډ د كرښې په خاطر تل په افغانستان كي لاسوهنه كوي تل دا كوښښ كوي چې په افغانستان كي داسي حكومت رامنځته كړي چې يا ددوي لاسپوڅى وي او يا لږ ترلږه ددوي د هر رنګه غوښتنو په وړاندي د نه ځواب ورنكړي او تردې چې په دې وختو كي ګڼ شمير افغان او پاكستانيو څيړونكو او د افغانستان ولسمشر د اخبره كړي چې پاكستان د شوروي په وړاندي د جهاد له وخته دا خيال پلو وهلى چې افغانستان د پاكستان يوه صوبه كړي او خداي مكړه د افغانستان نوم د نړۍ له نقشې محوه كړي او دا خبره تر ډيره حقيقت هم لري. چې بيرته خپلي اصلي خبرې ته راوګرزو نو بايد ووايو چې پاكستان دوه مخى ده د چا خبره :هم يې پرميخ وهي او هم يې پر نال) ځكه له يوې خوا ناټو او افغانستان ته ځيګر ډبوي چې د ترهګرۍ په وړاندي مبارزه كي يې ملاتړى ده او له بلي خوا يې قبايلي سيمي، د بلوچستان د كوټې ښار او په كراچي كي يو شمير داسي مركزونه پرانيستي چې هلته د افغان دولت مخالفينوته پوځي روزنه ، مالي مرسته او وسلې وركوي او افغانستان ته يې د جګړې لپاره راليږي همدارنګه د طالبانودهغو زخميانو چې د افغانستان په جګړه ټپيان سوي دي د كوټې د ښار په روغتونونو كي درملنه كيږي. او په دې هرڅه د پاكستان دولت او د استخباراتو ادارې خبرې دي. خو وايي چې : نه ځې په شا به دې كړم خو چې نه خوري څه وكړم).
كه پاكستان رښتيا غواړي چې افغانستان ته جنګيالو د را اوړيدو مخه ونيسي نو د كوټې په ښار، د كراچۍ په مدرسو، په شمالي وزيرستان، شمشتو، او نورو قبايلي سيمو كي دي د افغان دولت د مخالفينو مركزونه له منځه يوسي ځكه تر څو پوري چې سرچينه له منځه نه وي تللې په ديوالونو څه نه كيږي او نه ماينونه كولاي سي چې د جنګياليو مخه دي ونيسي.
خو نه ! اصلاً پاكستان نه غواړي چې په افغانستان كي دي ارامي راسي او په افغانستان كي دي يو داسي دولت راسي چې هغه د پاكستان د ISI تر نفوذ لاندي نه وي. بلكي اصلي خبره داده چې پاكستان غواړي د ماينونو په ايښودلو او د كټارو په درولو سره د غواړي د ډيورنډ ناقانونه كرښې ته قانوني بڼه وركړي او لر او بر افغان د يو كيدلو مخه ونيسي. د اكرښه چي 2630 كيلومتره اوږده ده په 1893 د نومبر د مياشتي پر 12 نيټه د برتانوي هند د استازي سر مارټيمر ډيورنډ( Sir Mortimer Durand) له خوا د افغانستان دوخت په امير عبدالرحمن باندي د زور او مجبورۍ له مخي ومنل سوه چې له هماغه لومړيو وختويې اعتبار نه درلود خو وايې: د زور او به پر لوړه خيژي ) هغه وخت افغانستان له يوې خوا په كورنيو لانجو اخته و او له بلې خوا د انګريزانو سره دوو جګړو ورڅخه دا ځواك اخيستي و چې د انګريزانو دا ظلم ته د توپك په خوله جواب وركړي. او همدارنګه په 1949 كال كي د افغانستان د وخت پارلمان ددې كرښې موجوديت په قاطع اكثريت سره رد كړيده او هم د وږې د مياشتي 9 نيټه له ډيره وخته د پښتونستان د ورځي په نامه تر اوسه پوري لمانځل كيږي او دا به تر هغه وخته ولمانځل سي چې لراوبر پښتون يوسي . لكه څنګه چې نړۍ ته دا څرګنده ده چې ددې ناولي كرښې په دواړه خواوو كي پښتانه اوسي چې دين ، مذهب ، ژبه ، كلتور، اقتصادي ګټې ، نژاد او هرڅه يې سره شريك دي او ددوي بيلتون او جلاوالي نا ممكن دي اوپښتونستان (د ډيورنډ كرښې هاخوا) د افغانستان يوه مهمه نه جلاكيدونكي ، نه هيريدونكي او نه پريښودنكي برخه ده چې په هيڅ وخت كي هيڅ افغان او هيڅ پښتون ته دا د منلو وړ نده چې ډيورنډ كرښه دي د افغانستان او پاكستان سرحدوي. ايا له پاكستان څخه دا هيره ده چې افغان تر هرڅه ازادي غوره ګڼي؟ ايا دا دمنلو ده چې دفخر افغان عبدالغفار جسد دي يواځي په دې خاطر چې پښتونستان تر اوسه لا له افغانستان سره نه دي يوځاي سوي له پيښوره ننګرهار ته راوړل سو او د هغه بچيان دي د هغه لاره پريږدي؟ ايا داخبره له پاكستانه هيره ده چې كله سردار داود د پوځي احضاراتو امر وكړ نو په حيرانوونكي ډول دومره خلك په خپل لګښت حاضر سول چې چايې تصور هم نه سواي كولاي؟ ايا پاكستان فكر كوي چې د باچاخان د خداي خدمتګارانوبې وسلې جهاد پاي ته رسيدلي؟
البته هيڅكله به افغانان د افغانستان له دې برخي څخه تير نسي خير كه دا مبارزه سلګونه كلونه واخلي خو اخر به لراو بر افغان يوكيږي. چې د برلين د ديوال نړيدل او د ختيځ او لويديځ المان يوكيدل ممكن سول نو ايا ددې ناقانو او تپل سوي كرښې له منځه تلل ممكن نه دي؟ بلكه ممكن او حتمي دي. نو پاكستان بايد دا فكر ونكړي چې د ماينونوپه ايښودلو او د كټارو په درولو يا د ديوال په جوړولو به پښتانه سره بيل كړاي سي د افغانانو په مغزو كي به د خټك صاحب دا بيت تل انګازي كوي چي وايي:
د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده په كابل اوپيښور كي افغان يو ده
زما هيله د خداي او وطن په خاطر له ټولو پښتنو څخه داده چې نور خپل منځي اختلافات پريږدي د حجرې او جومات ديوالونه ړنګ كړي ځوان ، سپين ږيري ، ماشوم ، ښځه او هر پښتون بايد په خپل ټول كوښښ سره د لراوبر افغان ديوكيدو په هڅه كي سي تر څو چې دغه بدمرغې چې پرموږ د همدې بدمرغې كرښې له امله رانازلې سوي دي لري سي او دغه ناولي كرښه محوه سي او هغه خوبونه چې پاكستان ددې سيمې د خپلولو لپاره ليدلي دي درواغ سي.
وروستي