ځان که جهان-ادبي ټوټه

پوهيږو چې انسان يوټولنيز او سياسي مخلوق دی پرته له ټولنې ورته ژوندکول ناممکن او ستونزمن دي ،دارسطو په خبره هغه څوک چې ځان له ټولنې او جامعې بېل ګڼي دوجود هغې غړي ته ورته دی کوم چې له بدنه جدا او په لويه دشته کې اچول شوۍ وي پرته له شکه چې له وجودبېل شوۍ غړی هېڅ ډول کاراو فعاليت نه شي کولای ،همدا ډول ارسطو په يوبل ځای کې وايي هغه څوک چې ځان له ټولنې بېل او ګوښه بولي په حقيقت کې هغه انسان ياډېر لوړ دی اوياهم دټولنې له پاره ډېر مضردی
دارسطو له خبرو داسې جوتيږي چې انسان بايد ټولنيز خواص او صفات ولري تر څوله انسانې ژونده پوره او په ځای کار واخلي اوبالاخره هرڅه يې بايد ټولنيز شکل اوماهيت ولري .کوم وخت چې له انسان څخه دټولنيزوالي صفت کډه کوي نوپه حقيقت کې انسان له سړيتوب او شخصيت جوړونې سره واټن او فاصله اخلي کله چې له انسانه سړيتوب ليري کيږي نو انسان ځان ته حيواني خواص غوره کوي ياپه بله ژبه انسان حيواني خصوصيات خپله وي
دبېلګې په توګه کله چې له کوره يوڅاروۍ دځان ماړونې په موخه وويستل شي چون دځان فکر او خيال ورسره دی نو په هر شکل چې وي خپل ځان ماړولۍ شي .اوس که انسان ځان له ټولنې بېل او ګوښه کړي او يوازې دځان په فکر او خيال کې شي نو تاسو فکر وکړۍ چې په حيوانې ځانګړنو به سمبال شي او که نه؟
داچې انسان له يوې خوا دمخلوقاتو اشرف دی او له بلې خوا لوی څښتن دعقل او فکر په لوی ځواک نازولی دی نو ورته نه ښايي چې خپل ځان له ټولنې بېل اوګوښه کړي ځکه چې انسان په ځان غوښتنه کې يوازې دخپل ځان ګټې خوندي کولای شي داهم په داسې حال کې چې خپلې ټولې غوښتنې او اړتياوې دهمدې ټولنې له لارې پوره کوي ،کله چې انسان په ځان غوښتنه سربېره دنورو په اړه هم فکر وکړي نو له يوې خوا به يې خپلې ګټې خوندي اوساتلي وي او له بلې خوا به يي نورو انسانانو ته هم ګټه رسيدلي وي .
تاسو دشاتو دمچۍ په اړه فکر وکړۍ دهغوی ترمنځ ټولنيزوالي او موجوده نظم دهغوۍ لاس ته راوړنه او حاصل څومره خوږ کړی دی ګورو چې انسانان يې له خاصله ديوې باارزښته توکي په څېر استفاده کوي ،دا چې مچی دانسان دګټې اوفايدې له پاره پيدا شوي ګورو چې دټولنيز ژوند له خوبيو ګټه اخلي نو بياولې انسان ددې جرات کوي چې ځان له ټولنې بېل او ګوښه کړي مچۍ پرته له عقلي اوفکري قوې په طبعي ډول دټولنيز ژوند په خوندونو اومزياوو پوهيدلي نو ځکه په ټولنيز شکل دخپل حاصل دلاس ته راوړنې په لار کې هلې ځلې کوي ،خوانسان سره ددومره لوی عقلي ځواک بياهم خپل ځان دټولنيز ژوند په قيمت اوارزښت نه پوهوي ،لامل يې دادی چې دلته انسانان دبې ځايه مغروريت پراسپه سپاره دي
دا چې انسان له نورو مخلوقاتو لوړاو عالي دی لازم دادي چې نور ټول مخلوقات دخپل ځان او نورو انسانانو دسوکالی او ښيرازۍ له پاره وڅرخوي خو دلته هرڅه معکوس روان دي دلته نور مخلوقات له انسانه استفاده کوي دبېلګې په توګه ټوپک چې يو اوسپنيز شی دی له انسانه يې دعقل او فکر لوی ځواک اخيستی
دلته انسان دټوپک دميلې تابع دی هر څه چې ورته ټوپک وايي انسان همغه کار کوي .ممکن ددې ټولو بدبختيو تر شاه دناپوهۍ دبلا لاس وي که نه موږ هم دنړۍ دانسانانو په څېر انسانان يو دهغوی په شان دژوند دښيرازۍ او سوکالۍ لويه هيله لرو
په هر صورت څومره چې انسان پوهيږي نوپه همغه کچه به ضرور زوريږي ښه به داوي چې نور په يولاس اوموټي دخپلو ټولو ستونزو له پاره سنجول شوي
دحل لارې پيدا کړو ځکه چې انسان په ټولنيزوالي او يوالي کې ډېر څه ترلاسه کولای شي