
دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې له خوا داګسټ دمياشتې په 20 مه نېټه دجرمني د (( هورت )) په ښارګوټي کې ، دافغانستان دخپلواکۍ دترﻻسه کولو89 مې کليزې لمانځغونډه جوړه شوه .
څرنګه ، چې په افغانستان کې دامنيتي او نورو ستونزوله امله دغه کليزه لکه څنګه چې ښايي ونه نمانځل شوه ، دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې مشرتابه پرېکړه وکړه ، چې دهغه غازيانو کارنامې بايد هيرې نشي او درناوی يې وشي ، چې دخپلووينو په بيه يې دافغانستان خپلواکي ترﻻسه کړې .
غونډه مازيګر مهال پنځه بجې شاو خوا ،د عظيم الشان قران دپاکواياتونو په تلاوت سره دښاغلي مبارز څاپي له خوا پيل شوه .
ورپسې دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې استاد سيدحسن له خوا حاضرينو ته مبارکي او ښه راغلاست وويل شواو همداراز يې دغازي امان الله خان د حکومت ددورې دکارنامو او په دې دوره کې په مختلفو ساحوکې دترسره شويوخدمتونو يادونه وکړه .
تراستاد سيدحسن وروسته ډاکټر رمضان سعادت دخپلواکۍ دسرﻻرو او په ځانګړې توګه دغازي امان په اړوند هراړخيزه ، څېړنيزه لېکنه درلوده . په دې لېکنه کې يې همداراز دامير عبدالرحمن خان او اميرحبيب الله خان ددورې په هکله هم په هغه اړخونوباندې رڼا واچوله ، چې دغازي امان الله دشخصيت په جوړيدو کې يې ونډه درلوده . همداراز ښاعلي ډاکتر سعادت دهغو مشروطه غوښتونکو ژوندته يوځغلنده نظروکړ، چې دافغانستان دخپلواکۍ او ترقۍ لپاره يې نه هيريدونکي هلې ځلې کړي وې .
دپروګرام دوهمه برخه ادبي اوفرهنګي لېکنوته ځانګړې شوې وه ، چې يوشمېرشاعرانواو ليکوالانو دکليزې اوخپلواکۍ په وياړ په کې شعرونه او ادبي ټوتې واورولې او همداراز دځينو کلتوري ټولنو استازو له خوا پيغامونه ولوستل شول .
په لومړي سرکې تکړه سندرغاړي ښاغلي صديقي دملنګ جان يوشعر د برخه والو په غوښتنه په ترنم کې ولوست ، چې دحاضرينو دزياتو پاملرنې وړ وګرځېد .
ښاغلي مبارزڅاپي دکليزې په وياړ يوه وياړنه ولوسته .
دکونړځوانانو دکلتوري ټولنې په استازيتوب ښاغلي انجينيرفريدالله ساپي دمبارکۍ پيغام وړاندې کړ . ددغه ټولنې له خواپه دې پيغام کې همدا راز دغازي امان الله خان په هکله دلطيف پدارم دسپکوسپورو غندنه هم شوې وه .
ښاغلي ګل افضل ټکور ، چې له لندن نه يې دې غونډې ته تشريف راوړی و له ځانه سره ((په لندن کې دافغان ليکوالوفرهنګي ټولنې )) پيغام او مبارکۍ هم راوړي وو . ښاغلي ټکور په دې هم ټينګار وکړ ، چې دپښتنوشاعرانو ونډه هم دازادۍ په بهيرکې هيره نشي او دبيلګې په توګه دلوی احمدشاه بابا يادونه کوي ، چې هم يې دافغانستان دخپلواکۍ ګټونکی و اوهم شاعر او يا هم دپښتو لومړی شعر هم يوه وياړنه ده .
ښاغلي عزيزالله سرشار د(( تيروختونو)) ترسرليک ﻻندې يوپه زړۀ پورې شعر وړاندې کړ
ورپسې ښاغلي ډاکټر عبدالرسول دملنګ جان يوښکلی شعر په ښکلي انداز سره دکلمه کړ .
انجينيرفريدالله ساپي د(( بهار نه راځي )) ترسرليک يو شعر وړاندې کړ او همدار راز ښاغلي مبارز څاپي يوبل شعرهم حاضرينوته وړاندې کړ .
ښاغلي مطيع الله رووفي ،دهغه نظم يوه برخه ولوسته چې له څومودې راهيسې يې پيل کړی او هوډ لري ، چې دټولوهغه سياسي ، ټولنيزو او فرهنګي شخصيتونو يادونه په دې نظم کې وکړي ، چې دخپل هېواد او فرهنګ په ښېرازتيا او بډاينه کې يې قدمونه اوچت کړي .
ورپسې ښاغلي پېښوري هم يوپه زړۀ پورې شعر وړاندې کړ
اودفرهنګي _ ادبي برخې وروستی شعر دښاغلي خالد له خوا ولوستل شو .
ددغه لمانځغونډې دريمه او وروستی برخه ازاد بحث اوخبرو اترو ته ځانګړې شوې وه . څرنګه ، چې دهېواد پياوړی ليکوال اوڅېړونکی ښاغلی زرين انځور ، دشمېرپوهنې کارپوه ښاغلی ډاکټر مخان شينواری او ارواپوه ښاغلی ډاکټرحاذق اودښوونی اوروزنی کارپوه ښاغلی اکبرځاځی تازه دافغانستان له سفر نه راستون شوي وو ، دغونډې برخه وال دې ته ليواله وو ، چې دوی دسترګو ليدلی حال او دافغانستان اوسنی کړکيچ په هکله ددوی بيان اوڅرګندونې واوري .
ديادشوو ښاغلو له خوا دافغانستان دحالاتوجاج وړاندې شو او همداراز د برخه والو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې شول .
غونډه افغانستان ته دسولې ، ارامۍ او د بشپړې خپلواکۍ د ترﻻسه کولو په دعايه او هيلو سره پای ته ورسېده .