
د پاکستان پخوانی ولسمشر په خپل هېواد د اوسيدو نيت لري وايي : ما دخپل ځان لپاره هيڅ نه دي کړي . دجنرال مشرف د ځايناستي په اړه اختلافات نواز شريف ، زرداري پردې سربېره د لوی درستيز هم دغې څوکۍ ته هڅيږي . دپاکستان د څارګرو پخوانی مشر ( الشرق الاوسط )ته ويلی : دامريکا او سعودي منځګړتوب جوړجاړې اسانه کړ . واشنګټن وايي : مشرف زموږ ملګری و .
په خپل لاس ... پاکستاني ولسمشر پرويز مشرف خپلې نهه کلنۍ واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود ، استعفا يې وړاندې کړه ، که چيرې حالات بېرته نورمال شي ، په پارلمان کې وکيلانو داسې لارې چارې لټولې ،چې پاکستان پر نامعلومه لار روان کړي په اسلام اباد کې باخبره سرچينو زياته کړې ده ،چې همدا پلان دی .
جنرال مشرف هغه مهال استعفا ته غاړه کېښوده کله ،چې ورته خپلو نظاميانو سپارښتنه وکړه هغه هم په دې شرط ، چې دپاکستان دخلکو ګوند به دده پر ضد دهرډول قانوني اجرااتو مخنيوي کوي .
جنرال مشرف ته دنږدې کسانو له خولې ، مشرف غواړي ، چې په پاکستان کې په خپل شخصي کور کې مېشت شي ،خو دغه کور اوس هم يو څه کارته اړتیا لري ترهغې به جنرال مشرف دیوڅه وخت لپاره په راولپنډۍ کې اوسيږي .
اوس پوښتنه داده ،چې مشرف به له عام ژوند څخه ګوښه کېږي او که څنګه ؟ مشرف په دې اړه په خپلو خبرو کې وايي : « زه دخپلې ګاندې په اړه پريکړه دپاکستان ملت ته پريږدم دوی دې قاضيان اوسي »
مشرف دخپلو مخالفينو تورونه په کلکه رد کړل وايي : « دوی نه شي کولای ،چې دا تورونه ثابت کړي ... ما د خپلو شخصي ګټو لپاره هيڅ نه دې کړي هر څه مې د پاکستان لپاره کړي » . ده خپله واکمني وستایله زياته یې کړه ، دادده برکت و ،چې اوس پاکستان يو مهم هېواد دی .
د پاکستان د اساسي قانون له مخې د مشرانو دجرګې رئيس میا سومرو به موقتي ولسمشر وي په راتلونکو 30 ورځو کې به نوې ولسمشر ټاکل کېږي . خو دا اټکلونه پر خپل ځای دي ، چې د ولسمشر واکونه به د تير په څير تشريفاتي وي . په بله مانا ولسمشري به تشريفاتي وي .
کابل استعفا ته وغوړید ، واشنګټن او لويدیځ وويل : موږ به له پاکستان سره خپل کار ته دوام ورکړو . سپينې ماڼۍ مشرف خپل ملګری وباله ، له استعفا څخه يوه ګړۍ وروسته د څو اړخونو تر منځ پټه سيالي پيل شوه ،چې څرنګه دولسمشرۍ څوکې راخپله کړي . د پاکستان دخلکو او مسلم ليګ ګوندونه څرګند هغه دي ، چې سيالي به کوي ، ځينې نظامي اړخونه هم له ولسمشرۍ سره لېوالتیا لري .
بلاول بوټو وايي : « راتلونکی ولسمشر به زموږ له ګونده وي » دخلکو دګوند سرچينو د دفاع پخوانی وزير شعبان میراني او ځينو نورو بیا اصف علي زرداري کانديد کړې .
دبهرنيوچارو وزير محمود قريشي وايي : « که نوازشريف چېرې لېوالتیا لري موږ يې درناوې کوو» . وکيلانو لوی درستيز اشفاق کياني کاندید کړې داسې ویل کېږي ،چې ده حکومت قانع کړې و ، چې دمشرف په ګوښه کولو کې دې تلوار نه کوي .
دISI پخواني مشر جنرال حمید ګل ( الشرق الاوسط ) ته ويلي : دمشرف د استعفا تړون د سعودي عربستان او دامريکا يي ادارې داستازو په سپارښتنه او منځګړتوب تر سره شو . دتړون يوه برخه داده ،چې مشرف به نه محاکمه کېږي او نه به جبري نظربند وي ، بلکې له استعفا وروسته به دتيرو ولسمشرانو په څير له خپلو حقوقو څخه برخمن هم وي ، خو په دې شرط ،چې استعفا ورکړي .
دمشرف له استعفا وروسته څرګندونې
« د ډيکتاتورۍ سیورې ،چې د اوږدې مودې لپاره پر هېواد غوړيدلې و اوس لرې شو ، دغه باب نور وتړل شو ، دا دومره اسانه خبره هم نه وه ،موږ دغه پړاو ته دډېروکړاونو له ګاللو وروسته ورسیدو ، موږ دې پړاو ته نږدې شوي و ، چې له واکه یې لرې کړو » د پاکستان داطلاعاتو وزيره شيري رحمان او دخلکو دګوند غړۍ .
« دملت پر ضد ، دقضايي ارګان پر ضد ، دډيموکراسۍ پر ضد ... او دهېواد دخپلواکۍ دقانون پر ضد دمشرف جرمونه دهیڅ یو فرد له خوا د بښل کېدو نه دي » احسان اقبال د واکمن ائتلاف یوه وتلې څيره .
« زه پر خپل هېوادویاړم ، زما دمور ( بينظيربوتو ) له شهادته لږه موده وروسته ما ويلي وو : زموږ پر وړاندې یوازې د ديموکراسۍ لار پاتې ده ... داغوره کسات دی ... نن د ديموکراسۍ پر وړاندې ستر خنډ له منځه ولاړ » بلاول بوټو .
« دغه سړي دا ثابته کړه ،چې دا د درناوې وړ دی ، ده په وړ طريقه ولسمشري پرېښوده ... اوس به وګورو ،چې څوک دده ځايناستې کېږي ... زه شرط ږدم ،چې هغه به له ده ډېر بد وي » امير علام په سويلي کراچۍ کې یو هټيوال .
« زه دالله شکر ګزار یم ،چې هغه اوس ولاړ ... زه هيله من يم ،چې اوس به په قبایلو او شمالي سيمو کې امنيت راشي »
افضل خان ، په کراچۍ د پترولو د پمپ کارکونکی .