
اى مجرمه! چې د زېرمو ارزښتناك توكي تا لوټول، جسمونه او ارواوې تا سره بېلولې، اوس نه غواړم، چې پر ضمير دې د ملامتۍ پېټې باركړم او نه د هغه قاضي په سترګه درته ګورم، چې د خپلې درنې ګناه سره سم يې په سنګينه جزا ورسولې، ځكه زما په اند ته په دې ګناه كې يوازى نه يې، بلكې ډېر نور هم درسره ګډ دي، زه كه مرسته نه شم درسره كولاى، خو انصاف هرومرو درسره كوم.
په دې ګناه كې دې لومړى خپل پلار در سره شريك دى، ځكه هغه په ماشومتوب كې ښه روزنه نه ده دركړې، د بېكاره ملګرو له انډيوالۍ څخه يې نه يې منع كړی، كله به دې، چې چا ته ښكنځل كول، ده به ويل: پهپه، بلبل دى كله به دې چې له لويانو سره جګړه كوله، ده به ويل: واه واه زمرى دى! كله به دې چې د خپل ورور له جيب نه څه روپۍ را پټې كړې يا به دې د هغه له لاسه كومه ګوله را وتښتوله، نوموړى به لاسونه وپړكول، همدغه پلار دې ؤ، چې ستا په نفس كې يې د جرايمو نيالګى كېناوه، په واه واه او آفرين ويلو سره یې اوبه کاوه، تردې چې لوى شو، وده يې وكړه او داده اوس يې ميوه دغه ډبلې زولنې دي، چې په لاس او پښو كې دې پرتې دي، اوس دې له سترګو اوښكې بښيږي، له خولې دې سوي آهونه پورته كېږي، كه ته پوهېداى، چې دا د هغه ګناه ده او د هغه كرلى كښت دى، په دې خوښۍ كې به دې هم ليدلاى واى، چې د كړې ګناه سزا يې تا ته دركول كېږي، دا به يې هم ويل، چې شكرخدايه! زما د كړو ګناهونو ځنځير د بل چا په غاړه كې پروت دى!!
په دې ګناه كې ته يوازې نه بلكې ټوله انساني ټولنه هم درسره شريكه ده، چې ته يې دوكه كړى وې، تا ته يې ددې لار هواره كړه او ته يې وهڅولې، چې پرې لاړ شې، همدوى به د وژنې پرمهال قهرمان او اتل بللې، د غلا پرمهال يې درته ځيرك او چالاك ويل، د چل ول په حال كې به يې هوښيار ګڼلې، ته به ځان ته خنتمه وې، ګمان به دې كاوه چې "هو، همداسې يم".
په دې جرم كې د خپل حكومت درسره شريك دى، ځكه هغه په دې پوهېده، چې دا لوی جرم د هغو وړو وړو تېروتنو كړۍ وه، چې ته پرې تردې ځايه را ورسېدې، حكومت هغه له مينځه وړلى شواى او تاته يې بايد د روزنې سمه لار جوړه كړې واى، دتېروتنې د پېښېدو پرمهال يې ستا لاس نيولى واى، ستا مخه او لاريې بنده كړې واى. كه داسې واى تردې بريده به نه را رسېدلى.
حكومت كولاى شواى، چې ته يې پوهه كړى او زورلى واى، ستا پر مخ يې د ناكاره او ناسمو كارونو دروازې تړلې واى، ستا او بې لارې ملګرو او انډيوالانو ترمينځ يې جدايي را وستې واى، ستا او ددغه مقتول تر منځ يې روغه كړې واى، په لومړي سركې يې دستونزې ريښې له بېخه ايستلې واى، خو ستا حكومت ځان ناګاره كړ، خپله بې خبري يې غوره وبلله، ځان يې ويده واچاوه، ته يې په خپلسريو كې ويښ او سريله پرېښودې، دا دى نن ددغه مقتول په چيغو را ويښ شو، اوس يې مټې را بډ وهلې دي د خپل غيرت، ځواك او دروغجن كردار ښكارندويي كوي، ټولو سپاهيانو ته يې د تيارسئ غږ كړې دى، خپل قاضيان، جلادان او خپلې تېرې تورې يې را حاضرې كړې دي، غواړي تا ته د كړې ګناه جزا دركړي، څه يې وكړل ته يې هم له ژونده محروم كړې... دا يې خپل هوښيارانه حل وباله..!
آه، چې ستا سالمې روزنې ته پاملرنه شوې واى...!
ستا پلار، ټولنه او حکومت ټول ستاسره په دې ګناه كې برخه لري، په خداى قسم، چې كه زه د قاضي پر ځاى واى، مابه له تا سره په دې ګناه كې ټول برخوال په همداسې درنه سزا رسولي واى لكه ته يې چې نن ګاللو ته تړل شوى يې، خو افسوس، چې هېڅ مې په وس پوره نه دي، يوازې دومره ويلاى شم، چې: اى مجرمه! الله د رحم در باندې وكړي!