انصاف


كه ستا يو دوست او ملګرى ولرئ او له هغه سره بې كچې مينه وكړئ، خو د شپو په تېرېدو سره يې يو عادت ناسم او غلط څرګند شي، ستا د هيلو پر خلاف چارې تر سره كړي او  په هغه څه لاس پورې كړي چې ستا ترې هېڅ تمه نه وي. 
يا ـ خداى مكړه ـ دښمن ولرئ، تل يې په عادتونو، خويونو او چال چلند بد وايئ، خو يو ناڅاپه يې يو ښه خوى او عادت هم و ځلېږي او ښېګړه يې در تر سترګو شي او تاسې هم د انساني سالم عادت له مخې  په كوم مجلس او بنډار كې د خپل دښمن د ښه كار ستاينه وكړئ او د خپل ملګري د بد خوى نه سر وټكوئ، د خلكو تر پام به خامخا چلي، دوه مخى او بد ورشئ، وايي به چې يره يا خو دې په دماغ كې  كومې بلا ځاله جوړه كړې او يا هم په پټه كې بل څه موخه لرئ، په دې مانا چې وار كوئ او لاس تر شا نيسئ، دا كوم انصاف دى؟ چې تر پرونه په همدغه دښمن پسې چاړه تركوت ګرځېدئ او نن يې په داسې پسته ژبه ستاينه كوئ ته به وايې، چې له سره مو تر منځ دښمني نه وه او له بل پلوه هغه خپل نږدې ملګرى رټئ، سپكې او سپورې ور پسې وايئ، چې تل به ستا تر څنګ ولاړ و.
خو:
كه دوى په ريښتيا انصاف لرونكي وي، هرومرو به ستا او ستا د كار دواړو ستاينه او مننه وكړي، ريښتنى او پاك زړى به دې وبولي ستا دا كار به د نفاق او فريب نښه نه بلكي د انصاف او عدالت بېلګه وبولي.
ځكه:
تا د خپل ملګري په حق كې دومره غلو او افراط نه دى كړى، چې له ټولو منفي خويونو څخه يې بري او ټولې ښېګړې همده ته منسوبې او ټېكه كړئ، د نوموړي مينې ستا سترګې دومره نه دي ړندې كړئ، چې هېڅ عيب يې ونه وينې، بلكې د هغه ښو ته ښه  او بدو ته بد واياست،  ښايي د كږو او ناسمو خويونو په نېغولو كې يې هم هڅاند وئ.
هغه ملګري، چې د سړي ټولو چارو (روا او ناروا، پاك او ناپاك) ټولو ته ښه وايي، تاييد يې كوي  او د سړي په اصلاح او سمې لارې ته په نېغولو كې رول نه لوبوي، ددې وړ نه دى، چې ملګري ور سره وشي، يا يې په ملګرۍ باور وشي، ځكه هغه ستا لپاره هېنداره نه شي كېداى چې ستا د ښكلا، بدرنګۍ، خوږوالي او تريخوالي ښكارندويي وكړي، زما په اند داسې ملګری د خپلو نفسي غوښتنو په اړه پوره ناپوه او سر غړاند دى، هر څه داسې نه ويني لكه څنګه چې لازمه ده بلكې په سرچپه ډول ور ترسترګو كېږي او يا هم منافقت او چل کوي او ريښتنى انډيوال نه دى. 
نو:
ګورې چې ډېر خلك پېښې سرچپه اړوي، حقايق بدلوي، دروغجن ته ريښتني او صادق وايي او ريښتني ته دروغجن وايي په ريښتيا چې دا ډول خلك ناپوهه او ډېر بې انصافه دي!