
په ځينې ناولونوكې مې ولوستل، چې يوځوان د عمر ډېره برخه ديوې داسې نجلۍ په مينه كې تېره كړې وه، چې په ژوندكې يې يوځل هم د هغې په ليدو خپله مينه نه وه خړوبه كړې، بلكې په خپل ذهن كې يې ښكلي او ښايسته څيزونه سره را غونډكړي وو او ديوې نجلۍ څېره يې ترې انځوركړې وه كله يې چې هماغه ښكلى انځور په ذهن كې پلترۍ ووهلې، نو په سترګوكې ورته ډېرښايست ښكاره اوزړه يې پرې بايلود، نور ځان ترې هېر او د همداسې يوې نجلۍ په لټه كې شو، ډېر هسكې او ټيټې يې پسې ولټولې او ډېركلونه يې پدې ارمان كې تېركړل، خو آخر يې خپل ارمان ته ځان ورساوه. زه دغه كيسه ناسمه نه شم بللى، ځكه زه هم د همدغه ځوان څېره يم، تو پير مو يوازې پدې كې دى، له نوموړي څخه نجلۍ وركه وه او زما څخه " ښېګڼه او سپېڅلتيا" وركه ده، هغه دكلونو په تېرېدو سره خپله محبوبه پيداكړه، خو ما چې هر څومره وپلټله، هومره له مايوسۍ سره مخ شوم او په پيدا كولو كې يې ستړى ستومانه شوم.
لومړى مې ښېګڼه او سپېڅلتيا دتجارانو اوسوداګرو په دكانونوكې وپلټله كه ګورم، چې هر سوداګر لوى غل دى، خو هسې يې د سوداګر جامې اغوستې دي. د يوې بيې څيز په دوو بيو را باندې پلوري، نو پوه شوم چې دا لومړۍ بيه خو يې سهې حق دى، نو دغه دويمه بيه او اضافي پيسې چې اخلي، دا غلا ده اوكه ماته د قضاوت چارې په لاس راكړل شي، نو زه به دې ډول غلوته پوره جزا وركړم، ځكه چې دوى په چل او فرېب له خلكو پيسې غلا كوي.
زه دا نه وايم چې تجار دې ګټه نه كوي، خودغه په چل اوفرېب باندې ديوڅيز خرڅول چې ارزښت يې يو درهم وي اودوى يې په دوو يا دريو بيو پلوري دا ما ته دمنلو وړ نه دي، خپله ګټه ښه حلاله واخلي، خو له نرخ څخه وتل او د يو سړي تېر ايستل ناسم دي. زما په اند دا لومړى درهم د سوداګر د زحمت اوتكليف بدله اوحلاله ګټه ده اودا دويم او دريم درهم د چل او فريب او دروغو بدله ده او دا حرامه ده.
بيا د قاضيانو مجلس او بنډارته د فضيلې پيدا كولو لپاره ورغلم، كه ګورم چې ترټولو عادل او با انصافه قاضي هغه دى، چې په قضاوت كې د هغه چا خوښي وساتي، چې نوموړي ته يې د قضاوت دنده سپارلې ده، خو له مظلوم سره انصاف كول، د ظالم لاس نيول اوخپل ځاى ته د حق رسول دا د قاضي پر وړاندې وړې خبرې دي، كه فيصلې يې دې دوى له قانون سره برابرې را ووتي ښه تر ښه اوكه نه نو داسې فيصله به وكړي، چې له حقيقت او عدالت څخه لرې وي، كه څوك ورته ووايي، چې قاضي صېب بې انصافي مو وكړه، دوى وايي: "دا د قانون فيصله ده" پدې سره د هر چا خوله بنده كړي، خلكو ته ښيي، چې ګواكې د انسان عقل د قانون غلام دى او حال دا چې قانون هم د انساني عقل كمال دی.
بيا مې د شتمنو او غنيانو ماڼيوته مخه كړه ترڅو هلته ښېګڼه او سپېڅلتيا ولټوم، خو شتمن او مالداران يا بخيلان اويا هم بېځايه لګښت كوونكي وو، بخل يې دومره وو كه يې د ماڼۍ په ګاونډكې د حضرت فاطمې رضي الله عنها كور واى او په شپوشپو يې د هغې دلوږې زګېروي اورېدلي واى، نو دوى به په خپلو غوږونوكې ګوتې اچولې واى، داسې نه چې دا ډبرين زړه يې نرم نه شي او دغه بېوزلې ته څه ورنه كړي او يا هم ددوى مصرف اولګښت دومره وو چې آن له انساني فطرت څخه يې بهر كړي وو، نوتاسې وواياست چې داسې ځاى ته ښېګڼه او سپېڅلتيا لاره پيداكولاى شي؟
وروسته د سياست مجلسونو ته ورغلم ما ويل چې دلته (خير او ښېګڼه) ومومم كه ګورم، چې معاهده، اتفاقيه اوتړون ټول مترادف الفاظ دي او مانا يې دروغ ده د سياستوالو له بنډار څخه دا راته څرګنده شوه، چې د انسان ترټولو ستر دښمن په خپله انسان دى او دغه ولسونه او دولتونه چې ډېپوګانې، زېرمې او وسلتونونو ډكوي، وسلې جوړوي الوتكې او جنګي بيړۍ چمتوكوي دا ټول دبل دولت او بل ولس د وژلو او له منځه وړلو لپاره كوي، بس چې كله يې ترمنځ كړپ شي، نو خپلې وسلې او فوځيان پري را وباسي، بيا نو ځناوري ښكر، منګلې او داړې تېرې كړي، بيا نه ماشوم ګوري، نه مور، نه پلار، نه ووړ او نه زوړ. كه د جګړمارو فوځيانوڅخه پوښتنه وكړې، چې ولې جګړه كوئ، كله تاسې يو له بل سره پېژندلي اوكله مويو له بل څخه بده اوكركه راغلې، كله موستونزه پيل شويده، چې اوس مو خبره جګړې ته ورسوله؟ تاسې له جګړې پرته كله سره يوځاى شوي ياست؟ نو ټول به پدې پوه شي چې هسې دوكه شوي وو او پدې خاطر له كوره را ايستل شوي چې خپل پاچا ته تاج وګټي اويا دخپل قوماندان نښان او رتبه لوړه كړي.
بيا مې د ديني خلكو مجلس ته سر ورښكاره كړ چې كېداى شي دلته ښېګڼه او سپېڅلتيا پيدا اوخپله موخه ترلاسه كړم ومې ليدل چې (له ډېر لږ خلكو پرته) د ناپوهۍ او جهل په بازار كې په عقلونو باندې تجارت كوي، ځينې ساده عقلونه پيدا بيا يې خرابوي، هوش او درك ېي له منځه يوسي او خپل هدف ته پرې ځان رسوي.
په هر ځاى كې مې ښېګڼه او سپېڅلتيا ولټوله، خو په پيدا كولو يې بريالي نه شوم، كاشكي آن په نورو سوړو او كوڅو كې مې پيدا كړې واى او يا مې هم د غلو په پټنځايونو كې پيدا كړې واى او يا مې هم په جېلونو او زندانونو كې پيدا كړې واى، ډېر خلك به وايي، چې دغه ليكوال پدې برخه كې زياتى كړى دى او له خپل حد څخه يې پښې اوږدې كړې دي او ښېګڼه او سپېڅلتيا لا تر اوسه د خلكو په زړونو كې ځاى لري او په پوره پېمانه پيدا كېږي، خو زه بيا ورته وايم چې زه د فضيلې له شتون څخه انكار كوم، ښېګڼه او سپېڅلتيا وجود لري خو ځاى يې معلوم نه دى خلكو دا ښېګڼه او سپېڅلتيا دومره په لړو او دوړو كې پټه كړېده چې هېڅ څرك يې نه لګېږي، دخلكو ناوړه اعمالو مو نظر او د سترګو ديد تت كړى دى، چې هرڅه مو په سترګو كې تور او تياره ښكاري، نه په آسمان كې ځلېدونكي ستورى وينو او رڼه سپوږمۍ.
هر سړي د فضيلې دعوا كوي او هره غوره او بهتري تر خپل ځان پورې محدودوي. خو په عمل كې چې ورته ګورې، هغه څه كوي، چې په هېڅ كتاب روا نه وي.
. نو اوس تاسې وواياست چې ښېګڼه او سپېڅلتيا چېرې ولټوم او څنګه يې پيداكړم.
كه خلك د سعادت او نېكمرغي په هكله خبرې كوي، نو زما په نظر نېكمرغي هغه ده چې په ريښتني ډول له چا سره دوستي وكړم، او هغه هم په ريښتيني ډول دوستي راسره وكړي.
د هغه اخلاص او ريښتينولي ما قانع كړي او زما مينه او اخلاص هغه قانع كړي، ملګري او دوستي مو د نورو موخو او اهدافو په خاطر نه وي.
اوزما نېكمرغي پدې كې ده چې پاك او شريف نفسه خلك په زړونوكې كينه، رخه اوكركه ونه ساتي، د زړه او خولې لاره يې يوه وي څه چې په ښكاره وايي هغه په پټه هم ووايي، پاك ژبى شخص هغه دى چې دروغ ونه وايي، غيبت اوچغلي ونه كړي، د خلكو آبرو او عزت پايمال نه كړي، شريفه او پاكه مينه هغه ده چې د فضيلې او خير ښېګڼې سره وي او له رذايلو څخه يې كركه او نفرت وي.
زما په اند سعادت او نېكمرغي همدا ده چې زه يې په لټه كې يم، خوځاى يې نه دى را معلوم.