
د افغان کلتوري ټولنو جرګې د پوهې، معلوماتو او تجربو د شریکولو يو پروګرام پیل کړی دی، چې هره اونۍ یو تن نوي او د ورځې اړین مسایل نورو سره شریکوي. ددې لپاره چې ددې کار خیر ډیرو هیوادوالو ته ورسیږي، موږ د افغاني ویبپاڼو له لارې غواړو دا مسایل نشر شي. هیله او دعا کوو چې الله (ج) به و یبپاڼو د چلوونکو په ګډون ټولو شریکو لوریو ته اجر ورکړي
نصرت الله راسا
ایم ډي، ام بي ای، ایم پي ایچ
لنډیز :
نن سبا د پوهې، معلوماتو او تجربو د شریکولو ډیره اغیزناکه او ښه لار د پریزنتیشن وړاندې کول دي. پدې لیکنه کې په همدې موضوع بحث شوی چې لوی ټکي یې دادي:
-
موږ ولې پریزنتیشن ورکوو؟
-
هڅونه ډیر ارزښت لري
-
پیغام مو څنګه رسوئ؟
-
دپریزنتیشن مهم ګامونه
-
داغیزمن پریزنتیشن په اړه څو ټکي
-
د سلایډونو جوړونه
معمولاً د پریزنتیشن مقصد خبرول او هڅول وي
څنګه خپل اوریدونکي هڅولی شو؟
داوریدونکو د هڅونې لپاره د یوناني فیلسوف ارسطو د هڅونې درې عمده منابع یا عناصر اوس هم د تطبیق وړ دي. نوموړي ویلي دي ددې لپاره چې خپل اوریدونکي وهڅوو نو موږ باید درې عنصره په پام کې ونیسو: زموږ اعتبار چې زموږ له پوهې، تجربې، احترام، یا صلاحیت څخه منشا اخلي، زموږ منطق چې په بیلابیلو طریقو يي وړاندې کولی شو، او زموږ احساسات چې جذبات، علاقه او او احساساتي تړاو پکې ګډون لري. د نوموړو عناصرو د تقویه کولو لپاره په لاندې جدول کې بیلابیلې لارې چارې پيشنهاد شوي دي. درې واړه عناصر مهم دي او باید له پامه ونه غورځول شي.
دیوناني فیلسوف ارسطو دهڅونې منابع اوس هم د تطبیق وړ دي |
|
لارې چارې |
منابع |
|
Ethos (اعتبار) د پوهې، تجربې، احترام، یا صلاحیت پر بنسټ هڅونه |
|
Logos (منطق) دمنطقي دلایلو له مخې هڅونه |
|
Pathos (احساسات) د جذباتو، علاقې او او احساساتي تړاو پر بنسټ هڅونه |
-
پیغام مو څنګه رسوئ؟
-
پیغام مو څنګه رسوئ؟
داوریدونکو ډولونه |
داوریدونکو ځانګړتیاوې |
توصیه شوې لارې چارې |
Dominators (CEO) تسلط غوښتونکی |
|
|
Influencer (Sales) اغیز ښندونکی |
|
|
Steady (Middle Managers) ثابت |
|
|
Conscientious (Engineer) دنده پيژندونکی |
|
|
دپریزنتیشن مرحلې :
لاندي مرحلې په وصفي ډول په پریزنتیشن کې په نظر کې نیول کیږي:
-
چمتوکول او پلان جوړونه
-
د محتویاتو او جوړښت تعینول
-
تکرار او تمرینول
-
د پریزنتیشن وړاندې کول
په پلان جوړونه کې باید لاندې سوالونو ته ځواب وویل شي:
-
د پریزنتیشن مقصد څه شی دی؟
-
د پریزنتیشن عنوان څه دی؟
-
له چاسره به خبرې کوم؟
-
هغه عمده ټکي کوم دي چې زه به يي وړاندې کوم؟
-
زه له اوریدونکو څه غواړم چې تر پریزنتیشن وروسته يي وکړي؟
-
پریزنتیشن معمولاً درې برخې لري:
-
ښه راغلاست
-
معرفت
-
هدفونه/ مقصدونه
-
د لنډیز اعلانول
-
محتویات
-
مقدار
-
د نظریو تسلسل
-
د اوریدونکو د پام د جلب ساتنه
-
Signposting او دا ذکر کول چې چيرته یاست
-
د معلوماتو لست کول
-
د مفکورو نښلول / له یوې موضوع بلې ته انتقال
-
دهغه څه لنډیز چې تاسو یی وړاندې کول غوښتل
-
لنډه نتیجه
-
له اوریدونکو مننه کول
-
پوښتنو او تبصرو ته رابلنه
پریزنتیشن باید په سمه توګه تمرین شي او مناسبه اندازه وخت باید ورته ورکړل شي. څومره وخت چې د پریزنتیشن جوړولو ته ورکوئ په همغه اندازه وخت یی تمرینولو ته ورکړئ:
-
خپل پریزنتیشن تمرین کړئ او ښه پرې ځان پوه کړئ
-
خپل اوریدونکي وپيژنئ
-
ښايي اوریدونکي په انفرادي ډول د تلیفون له لارې او یا داچې تر پریزنتیشن مخکې وپيژنئ
-
دهغو پوښتنو او اعتراضونو وړاندوینه وکړئ چې ښايي منځته راشي
-
په فزیکي او رواني ډول ځان چمتو کړئ
داغیزناک پریزنتیشن په اړه څو ټکي
-
له سلایدونو یی مه لولئ
-
اوریدونکو ته مخامخ شئ او سترګې ورسره وجنګوئ
-
په جیبونو کې مو پیسې يا کلي ګانې مه شرنګوئ
-
خپل اواز په اغیزمن ډول وکاروئ
-
خپل تمرکز په خپل پيغام او اوریدونکو وساتئ
رنګونه
-
درنګونو په انتخاب کې دقت وکړئ
-
ډیر تیز او روښانه رنګونه مه کاروئ
-
تل شکلونه موازي کړئ
-
بدشکله کلیپ ارتونه مه کاروئ
-
پرځای يي جالب انځورونه وکاروئ
-
جدولونه په پاورپوینټ کې پخپله جوړ کړئ
-
دسلایډ د حدودو احترام وکړئ
-
سلايډ مه ګڼوئ
-
پریزنتیشن ښه پلان کړئ
-
ښه يي تمرین کړئ
-
خپل اوریدونکي ښه وپيژنئ
-
اغیزناک سلایډونه جوړ کړئ
-
او نور.....