لوى څارنوال او په خوست كې د اداري فساد ځالې

د افغانستان لوى څارنوال ښاغلي عبدالجبار ثابت په دولتي ادارو كې د شته اداري فساد پر ضد جهاد اعلان كړى او په همدې موخه يې د هېواد بېلابېلو برخو ته سفرونه كړي او په همدې لړ كې د روان لمريز كال، د مرغومي په پېنځلسمه خوست راغى او نږدې دوې اوونۍ همدلته پاتې شو.
خو خوست ته د څارنوال راتګ، نورو ولايتونو ته د هغه له تګ سره يو څه توپير درلود، ځكه ده په لومړۍ ورځ ژورنالستانو ته وويل چې د سفر لومړۍ موخه يې د ولسمشر كرزي په لارښوونه د باك ځايي اوسيدونكو او كوچيانو ترمنځ د هغې لانجې غوڅول دي، چې له دوو كلونو راهيسې روانه ده او څو اوونۍ وړاندې يې په لړ كې شپږ كسان وژل شوي او له شلو زيات ژوبل شوي وو او د اداري فساد پرضد مبارزه يې د سفر دويمه موخه ده.
همداسې وشول، د خپل سفر په اوږدو كې يې زيات وخت د يادې ستونزې حل ونيوه، كه څه هم د دې لانجې غوڅول يو ډېر اړين كار ؤ، خو د خوست مېشتو هيله دا وه چې لوى څارنوال خوست ته د اداري فساد پرضد يو ځانګړى سفر وكړي او په دې برخه كې شته ستونزې په حوصله تر پلټنې لاندې ونيسي.
د خوست مېشتو په ګډون ټولو هېوادوالو د لوى څارنوال د اعلان كړي جهاد ملاتړ كړى، ځكه اداري فساد په اوسنۍ واكمنه اداره كې نږدې د كلتور بڼه غوره كړې. د دولتي كاركوونكو روحيات داسې جوړ شوي چې كه زه اختلاس وكړم او كنه، هغه بل يې كوي، نو زما اخلاص او صداقت نتيجه نه وركوي، ښه به دا وي چې زه هم يو څه تر لاسه كړم او د مراجعينو روحيات بيا داسې دي، چې كه زه رشوت ورنكړم، نو كار مې نه كيږي، هرو مرو بايد رشوت وركړم او كه زه رشوت نه وركوم، يوازې زما په صداقت او اخلاص د رشوت وركولو او اخېستلو مخه نه نيول كيږي، په ټوليز ډول د ټولو روحيات داسې دي، چې دا وطن نه جوړيږي.
زما په فكر دا ډول روحيه خپلول د هېواد او ملت په ځپلو او د پرمختګ په مخنيوي كې له هر څه زيات رول لوبولى شي، آن تر دې چې د دې روحيې عاميدل په هېواد كې د قانون د نه موجوديت څخه زيات زيان اړوونكى بريښي، ځكه كه يو هېواد قانون هېڅ ونه لري، وګړي به يې د قانون د جوړونې او پلي كولو هڅې وكړي، خو كه دا روحيه ولري چې دا وطن نه جوړيږي، نو خلك به د څه له پاره هڅې وكړي، لنډه دا چې دا روحيه د ولسونو مغزونه فلجوي، خو په دې وروستيو كې هيله دا وه چې د لوى څآرنوال له خوا اعلان شوى جهاد ښايي د دې روحيې په له منځه وړلو كې اغېزمن تمام شي.
كه څه هم د ده پر وړاندې په بلخ او هرات كې د زورواكو له خوا ستونزې راولاړې شوې، خو په ټوليز ډول ولس بيا هم د ده د جهاد مثبتو پايلو ته هيله مند دى.
په خوست كې ځينې كتونكي او شنونكي په دې عقېده دي چې دلته د لوى څآرنوال او د ده د ډلې كړنې د ولس له هيلو ټيټې دي، ځكه په خوست كې د اختلاس كچه ډېره لوړه ده او لوى څارنوال هم د يو مطبوعاتي كنفرانس پرمهال خوست د اداري فساد په برخه كې ننګرهار او مزارشريف ته ورته وبللو او په زياتو برخو كې له قانون څخه سرغړونې او د دولتي شتمنيو لوټ او تالان په دې ولايت كې لوړپوړو چارواكو كړي دي او د هغوى مهمې څېرې اوسمهال په خوست كې په خپلو دندو نه دي پاتې، خو د عدالت مېز ته راكشول يې شوني او د خوست مېشتو مرغومي غوښتنه ده.
لوى څارنوال صاحب بايد دې ټكي ته ځير وي، چې د خوست خلك چې څومره مجراجو بلل كيږي، همدومره زيرك، متوجه او مبلغين هم دي او د ده پلټنې يې هم تر څارنې لاندې نېولې دي، دې ته ګوري چې آيا لوى څارنوال صاحب به دا خبره په عمل كې هم ثابته كړي، چې هېڅوك هم له قانون څخه لوړ نه دي؟!. ده ويلي چې د هر مسؤول د كړنو پلټنه كوو او كه په چارو كې يې قانون ماتونه تر سترګو شي، نو توقيف به شي، پلټنې او پوښتنې به ترې وشي او محاكمه به شي.
د څارنوالانو له خوا د خوست په دولتي ادارو كې د اختلاس په تور څو جګپوړي او عادي مامورين توقيف شوي او څو ورځې وړاندې د قلموال مېنې د ځمكې د وېش كميسون غړي هم توقيف شول، دا د خوست مېشتو ترمنځ خوله په خوله خبره ده چې رښتيا هم د قلموال مېنې په وېش كې بې عدالتي شوي، خو داسې ويل كيږي چې د دې بې عدالتۍ اصلي محركينو پر نېولو سترګې پټې شوې، دا د خوست مېشتو كلكه غوښتنه ده، چې د دې بې عدالتۍ اصلي كركټران بايد ونېول شي، هغه كه په لوړه چوكۍ دي، يا په ټيټه، كه په خوست كې كار كوي، يا د هېواد په كومه بله برخه كې.
قلموال مېنه د باصلاحيته چارواكو له خوا منظوره شوې پروژه ده او په وېش كې يې بې عدالتي شوې، خو د متون بابا د نمرو پروژه چې د پخوانۍ ۲۵مې فرقې پر منسوبينو وېشل شوې، په اړه يې ويل كيږي چې د دې پروژې منظوري صلاحيت لرونكو چارواكو نه ده وركړې، منظوري څه چې څو ځلې له پلازمينې كابل څخه د خوست سيمه ييزو چارواكو ته لارښوونه شوې، چې پدې پروژه كار بند كړي، خو سيمه ييزو چارواكو د كابل د امرونو پروا نه ده ساتلې.
په دې كې شك نشته چې د ۲۵مې فرقې منسوبين د قدر او احترام وړ خلك دي، قربانۍ يې وركړي، د خوست ابرو يې پرځاى كړې، خو دا پدې معنا نه شي كيداى چې سيمه ييز چارواكي دې د دوى د نازولو له پاره قوانين هم تر پښو لاندې كړي، دوى يې بايد د قانون په چوكاټ كې نازولي واى. نه له قانون ها خوا !!.
د لوى څارنوال له خوا ټاكل شوى پلاوى بايد د ځمكو د وېش څلور واړه پروژې تر ژورې پلټنې لاندې ونيسي، ځكه څلور واړه يې ستونزې لري.
په هره بيه چې كيږي پخوانى ښاروال بايد خوست ته د پوښتنو له پاره را وغواړي، د پلټنو لړۍ بايد ولسواليو ته وغځوي، ځكه په ولسواليو كې هم مركز ته ورته ستونزې شته او له امله يې له دولت سره د ولس خواخوږي كمه شوې او لا مخ په كميدو ده.
په پاى كې مو وړانديز دا دى چې:
كه موږ يو پياوړى افغاني دولت غواړو، نو بايد د لوى څارنوال له خوا اعلان شوى جهاد رښتيا هم د اختلاس پر ضد جهاد وي، په هره كچه بايد تقويه شي، د كمزوري او زورور پر وړاندې بايد يو ډول چلند وكړي او دا لړۍ بايد ګړندۍ او لا رڼه (شفافه) شي.
د پيوستون مجلې څخه