دخوست ولايت ورزشي امريت ماشومانو سره مرسته وکړه

 
دخوست ولايت ورزشي امريت په اصلاحي مرکز کې له شته ماشومانو سره مرسته وکړه
فضل يار
نن ورځ دخوست ولايت ورزشي امريت دخوست ولايت دماشومانو داصلاح له مرکز سره په دې موخه ،چې په دې مرکز کې دشته ماشومانو صحت ساتل شوى وي او داسې احساس نکړي ،چې په يوه جېل کې شپې ورځې تېروي د٢٤ جوړه لباس او يوه اندازه درزمي لوبو دسامان الاتو مرسته وشوه .
په دې مراسمو کې ،چې په ياد اصلاحي مرکز کې برابر شوي وو دخوست ولايت امنيه قوماندان سردار محمد ځاځي ،دخوست ولايت ورزشي امر عزيز الرحمن ملنګ ،دميډيا يو شمېر ژورناليستانو او مېلمنو برخه لرله .
په پيل کې دخوست ولايت امنيه قوماندان دخوست ولايت له ورزشي امريت څخه مننه وکړه ،چې تل يې دورزش په برخه کې له هغه ځايونو سره مرسته کړې ده ،چې ورته دنورو په نسبت ډېره اړتيا ليدل کېږي .
نوموړي په دې اصلاحي مرکز کې شته ماشومانو ته وويل ،چې بايد په دې مرکز کې خپل ځانونه اصلاح کړى او له هغه وروسته تاسو ټولنې ته دسالمو انسانانو په څېر معرفي شى ،ځکه چې ډېر وخت مو پاتې دى ،چې بايد دجامعې په خدمت کې يې تېر کړى .
له نوموړي وروسته دخوست ولايت ورزشي امر عزيز الرحمن ملنګ خبرې وکړې ،نوموړي وويل ،چې په پيل کې ،چې يوه اوونۍ وړاندې زه دلته راغلم ،نو ومې پتېيله ،چې بايد دې ماشومانو ته يو نه يو کار وکړم ،چې دلته دوى ته داسې مصروفيت پيداشي ،چې پرې سالم پاتې شي .
نو دا دى نن ورځ مې يو فرش ، ٢٤ جوړه لباس او درزمي لوبو يوه اندازه سامان الات راوړل ،چې په دې اصلاحي مرکز کې دشته ٢٤ کسانو له پاره کافي دي او همداشان مې يو تن تکړه ورزشکار هم دوى ته موظف کړى دى ،چې دوى ته تمرين ورکړي .
له ملنګ وروسته په منظم ډول ټول سامان الات په دې ماشومانو وېشل شول او ماشومانو هم مننه وکړه ،چې دخوست ولايت ورزشي امريت لومړنى ارګان دى ،چې دوى ته دا ډول مرسته راوړي ،دوى وويل ،چې تر دې وخته ورته هېچا مرسته نده راوړې او په دې ډول دخوست ولايت له ورزشي امريت مننه کوو.
ديادولووړده،چې له دې وړاندې دخوست ولايت ورزشي امريت په خوست ولايت کې دمرکزي محبس دواليبال له څلورو لوبډلو سره کافي مرسته کړې وه .