غزل

د نګـــــــــهت غوندې راځه د بهارونو غـــــــوندې ﻻر ده ســـــــتا قدم ته غوړولې مې د زړونو غــــــــوندې ﻻر ده وسواس مـــه کوه دلبره د زړه ســـــــــــترګې مې بينا دي زما زړه ته د ايمــــــــان د څـــــــراغونو غـــــــوندې ﻻر ده ستا د ښکلي ذات ادراک ته زما واړه حواس غوږ دي د لـــــــــــمر سترګه راروانه د رنګونو غـــــــوندې ﻻر ده کله کله سکوت مات شي ستا د يــو،يــــو پل له شوره دا شيبه د افســــــــانې ده د رازونو غـــــــــــوندې ﻻر ده ته چې راغلــــــــې زما چم ته شپه ستنه شوه له ماښامه د ښايست سپوږمۍ ګډيږي د سـازونوغوندې ﻻرده