ستړې ساه

ياد مې کړه په شونډو چې رسوا شمه هله چـــــې پيغور شم نو به ســـتا شمه څـــو مې د رواج په لومـو کلک تـــړې هــــومــــره له پــــــښتو نه را جــلا شمه ته مــــې چــې شې هيله د تيارو ډيــوه زه شـــــــمه ارمـان چې نــيمه خوا شمه ته چـــــې هر قـــدم کـــې راته ياده شې زه په هر نفس کې ســــتړې ســـاه شمه ته چــې تورو زلفو کې ماښـام راوړې زه پـــــــــــه سوځيدو درتــــه سـبا شمه ته راته دردونه څـړيکې څـړيکې شې زه چــــې اوښکه اوښکه شـم ژړا شمه ته خـــــــــــو د رواج له کلــــــي نه وځې زه به له پــــــــــښتو سره پــــــخلا شمه ته چــــــــې د تراب د هيلو حسـن شې زه رنګين غـزل ســـــــتا د ښکلا شمه