په رښتيا هم كه چيري خپل ځان هيواد او خپل ژوند ته څير شو نو وبه پوهيږو چې مونږ ولي د عمر تر وروستى پړاوه دهوسا ژوند څښتنان نه شو ولي زمونږ هيواد به يوه ويشتمه پيړى كې د بئ عملى جنګ فقر د بريښنا او لارو د نه شتون سره لاس او ګريوان دۍ او ولى مونږ د دنيا چوپړ خواره يو ولى موخپل ځوانان د عمر ارزښناكه حصه د نورو ملكونو د وګړو په خدمت كې تيره كړي ولي زمونږ ځوانان د يوي ګولۍ ډوډۍ لپاره دسمندر د ماهيانو خوراك شي ولي په دي نړى كې دوياړه ډك تاريخ سربيره د يو رټل شوي قام په حيث ژوند كوو زمونږ د تكاليفو او ستونزو لړى ډيره اوږده ده خو راځو اصلي خبري ته چه هغه د چا خبره مونږ له خپلي شړئ سره پښه نه غزوو مونږ د هيواد په كچه ترګټي لوړ مصرف كوو مونږ په كورنې ژوند كې هم داسى رواجونه پالو چه زمونږ د ګټي سره سمون خوري.
زمونږ د مرګ او د ژوند داسي ډېر لګښټه مصرفه رواجونه دي چه زمونږ د هيواد او وګړو د عائدو د كچې سره سمون نه خوري. زمونږ له ډيرو هيوادوالو نه چه د خپلو دغو ناوړه رواجونو په هكله پوښتنه وشي او د نه كولو ورته وويل شي چه ياره زمونږ غوندي غريبو خلكو سره دانه ښايى نو وايى( صبا بيا خداى) يا ( خداى به ئي رسوي) دا دواړه رښتيا خبري دي خو انسان ته خداى شعور فكر وركړى او انسان دا وړتيا لري چه خپل ټول كارونه سره منظم كړي او ددي په ځاى چه د ځان د خواهشاتو پړه په خداى وسپارو له خپل عقل نه بايد سالمه ګټه واخلو ترڅو د قرض حسنه له طوق نه ځان كورنى او هيواد خلاص كړو دلته مونږ دهيواد په كچه خبره كوو. زمونږ هيواد چه ديرش كلنو جنګونو سخت زپلى اقتصادي زير بناوي له منځه تللي د هيواد عايد بوديجه ترنيمائي زياته له مرستو پوره كوو ترپنځو ميلونو زيات وګړي مو په پرديو هيوادو كي ورځي تيروي. دهيواد د ځوانان مو روزګار لپاره نورو هيوادو ته ځي. د هيواد زيات وګړي مو د ژوند اسانتياوي نه لري.
خو زمونږ ددي جنګ زپلى خوار او تر ډيره حده د نورو په مرسته تكيه هيواد چارواكي په خپل ورځني ژوند كي دپيسو داسي بي ځايه لګښتونه كوي چه ته په وايي چه دا د دنيا دشتمن هيواد خلك دي د كابل په ماتو ګوډو سړكونو باندي د قيمتي موټرشتون د v.i.p كلتور رواجول په قيمتي هوټلونو كي دودونو مجلسونه. د دنګوماڼيو جوړولو او بي ځايه د عيشونو ډك ژوند تيرول سړى داسي حق حيران كړي چه په دي هيواد كې چه د خلكو ستونزي له حده زياتي دي دا ژوند د نه منلو خبرده ده.
په دي هيواد كې چه ما د مامور معاش وليد هغه د څراغ د تيلو مصرف نه پوره كوي خو د رئيس يا وزير صاحب موټر د وزارت د ټولو مامو مورينو د جمله معاش نه قيمتي وي. وزارت په ولاياتونو كې د خپلو نمايندګيو لپاره ځاى نلري خود وزير صاحب كور د آسمان سره خبري كوي زمونږ په ميليونو وروڼه او خصوصاَ خويندي د صحت د اوليه كومكونو اسانتيا وي نلري خو وزير صاحب يي د خپل لوړ فشار د كتلو لپاره په دولتي مصرف د نړى بل سره ته ځي.
د هيواد زيات وګړي د ورځني ژوند د اړتيا وو د پوره كولو لپاره په ميلونو سفر كوي خو چارواكى ديوې سالګرې يا واده په مراسمو كي په قيمتى هوټلونو كې په يوه شپه په ميليونو روپى د هوا خوراك كوي.
زما سره دلته دا سوال پيداكيږي چه آيا دوى كوي داسي او كه پوهيږي نه په راتلونكي كي د هوسا خوشال او مترقي هيوادونو په صف كي و دروي او نوري ژوند د زوال له ګواښ سره مخ نه وي او نور خپلي سيني ته مظلوم بي ګناه نازولي زامن دابدي خوب د پاره ونه لري. نور بايد خپله سينه د خپلو زامنو او باندنى يرغلګرو له خوا په ګوليو سورى سوري ونه لري. نور بايد دا خپل زامن يوازي او يوازي د خپل ځان( هيواد) او د خپل هيوادني دين او كلتور د ساتني له پاره په هڅو بوخت ووينى. نور بايد دا هيواد خپلى دښتي د خپلو ځوانانو په مټ سمسوري وويني نور بآيد دا وطن د خپلو بچيانو دوينو په ځاى د خپلو بچيانو د خولو څاڅكى په خپله مينه جذب كړي نور بايد د بمونو د چاودنو په ځاى دهيواد د بچيانو د تڼاكو لاسونو غږ واوري نور بايد دا هيواد د خپل بچيان د جنګ مركزونو ته د تګ په ځاى مدرسو پوهنتونونو او ښوونځيو ته روان وويني نور بايد خپل وګړي د مهاجرت په ځاى كور ته را روان ووېني نور بايد دا هيواد د پرديو په مټ نه په خپله وساتو نور دا هيواد د پاكو وفادارو زامنو درلودلو حقدار دى. دي هيواد ته د خلوص كلتور پالني دين پالنه او علميت اب حيات په كار دي په اخر كې د خوشال سوكاله او مترقي افغانستان په هيله.
د واورې مجلې څخه
وروستي