ازادشعر

راشي راشي
دزړه کورته
ډول ډول هوسونه
کاشکی جوړکم
یو لوی قصر
سر تر پا یه له مرمرو
او پکښي وي
ډول ډول ابشارونه
پکی او سم
پکی ژوند می دمستۍ وی
هیڅ خبر نه شم له غمه
غم میلمه دبل پر کورشی
زه تری ورک شم
په کلونو په عمرونو
کاشکی هیڅ می
وهیچاته
پیدا نه شي حا جتونه
خو پو هیږم چی غلط می
دزړګی ټو ل هوسونه
ځکه پا ته لا ډیر وخت دئ
هر څه وینم چه تیریږي
هر څه وینم چی بد لیږي
ګوره ګوره
تقدیر څه را سره کاندی

په پښتنه مینه
محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ