دامريکا دراتلونکي ولسمشر داحتمالي مرستیال دنومونو لړ لیک


المحیط :
دباراک اوباما اوجون مکین د ټاکنیز کمپاین  دډلې مسوولين دراتلونکی ولسمشر دمرستیال نوم پټوي ، خو دغه پريکړه ټاکنيز کمپاین تر خپل سیوری لاندې راوستی شي اوس ددې وخت رانږدې شوې ،چې دواړه ګوندونه په رسمي توګه خپل مرستیالان  ونوموي .
له لندن څخه خپریدونکې ( الحياة ) ورځپاڼې دجمهوري غوښتونکي کاندید جون مکين د سلاکار له خولې کاږي : د ولسمشر دمرستیال دټاکنې وخت رانږدې شوې  ډېر احتمال دی ،چې په پکین داولمپيک دلوبو له پيل څخه وړاندې ، چې د روانې میاشتې پر 8 مه نېټه  ترسره کېږي  دمرستیال نوم اعلان شي .
باراک اوباما وايي :  په راتلونکي کې ،چې د مرستیال ولسمشر  دمنصب په اړه خبرې کوم هماغه  مهال به  يې نوم هم یادکړم  .
خبري رسنۍ  ددواړوکاندیدانو دمرستیالانو نومونه  داسې په ګوته کوي :
دباراک اوباما په لړلیک کې دغه نومونه شامل دي :
تیم کاین ( 50 ) له 2005 ز  راديخوا  دویرجینا ايالت والي  دی .
ایوان  بای  ( 52 ) له 1988ز راديخوا داندیانا ايالت څخه  دکانګرس غړی او د مېرمن هیلری کلنتن  له ملاتړو څخه دی .
جوبیدن ( 65 ) په کانګرس کې دبهرنیو اړیکو دکمېسون  مشر دی .
چشاک هاګل ( 61 ) دویتنام دجګړې اتل او دملي امنیت دچارو کارپوه دی . له اوباما سره دافغانستان اوعراق په سفر کې ملګری و .
هوکاثلین سیبیلیوس ( 60 ) له 2002 ز څخه رادیخوا دکنساس  ایالت  حاکمه  او په امریکا دپراخه ملاتړ څخه برخمنه مېرمن ده .
داوباما پخوانۍ سياله  هیلري کلنتن ( 60 ) نوموړۍ  پخواهیله درلوده ،چې دامريکا لومړنۍ  ښځينه  ولسمشره شي ،خواوس یې  تمه ده ، چې دامریکا دراتلونکي ولسمشر  مرستیاله وي  مېرمن هیلري  دامريکا دښځواو  نورو ولسي کړيو په منځ کې له پراخه ملاتړ او ګرانښت  څخه برخمنه مېرمن ده .
دجون مکین په لړ لیک کې دغه کسان شامل دي :
میت رومني ( 61 ) سوداګر دی  او زښته زياته پانګه لري ده هم غوښتل ،چې  دجمهوري غوښتونکو لخوا کاندید شي خو بخت ورسره ياري ونه کړه .
روب بورتمن ( 52 ) داقتصادي چارو کارپوه دی  د اوهايو ايالت  استازی دی ، په سپينه ماڼۍ کې  دتوازن دڅانګې مسوول دی .
تیم بولنتي ( 47 ) دمنیسوتا ایالت  حاکم  دی .
چارلی کریست  ( 52 ) دفلوريډا ایالت  حاکم  ، پخوا په فلوريدا کې دعدلیې وزیر تېر شوې .
مارک سانورډ ( 48 ) دجنوبي کالیفورنیا حاکم دی ، مکین ته نږدې کس دی ،
دا وه ددواړو کاندیدانو  د اټکلي مرستیالانو نومونه  وخت به وښيي ، چې بخت له چا سره ځواني کوي