
باران ورو ورو وريده .د اسمان يو اړخ دومره تياره و ،چې تا به ويل لږه شيبه وروسته شپه پخيږي خو بل اړخ کې يې د لمر وړانګې ځليدې او زيړه زرغونه پر سيند داسې را ټيټه شوي وه ، چې سر يې په اوبو کې لمبيده . د يو پله له سره ما هم د طبيعت د ښکلاګانو ننداره کوله .د باران څاڅکوته مې کتل ، چې په ګډا او په نڅا او په ډير ښکلي سندريز انداز يې د سيند غيږ ته ځانونه ورسپارل اوله توپير پرته له يو بل سره د څپو په نغمو کې ورکيدل . د څاڅکو او سيند تر مينځ يو نه بيليدونکی تړاو و ،کله به چې زړورو ماڼو ګانو د سيند زړه څيرلو او دڅپو د بيلولو هڅه به يې کوله نو هماغومره ژر به دوی يو بل په غيږ کې نيول او يو ځای به غاړه غړۍ کيدل . په کتو کتو مې سترګې د سيند تر غاړو ورسيدې اوپه داسې څه مې نظر ولګيد ، چې د ليدو لپاره يې تلولۍ شومه . ګامونه مې يو په بل پسې ګړندي کړل او د سيند تر غاړو مې ځان ورساوه . د څو شيبو د مخه ټول ښايستونه مې له ياده ووتل . دلته د باران په څاڅکو کې سندرې ګو نګې وې ، دلته د څپانده سيند د څپو نغمې مړې وې ،دلته د زرين لمرد وړانګو شغلې خړې وې ، دلته زيړې زرغونې نه وې ، دلته د کايناتو د رنګونو ښکلا تته وه . دلته خپګان و ، دلته مايوسي وه . دلته يوه توره وريځ وه ،چې د غم اوښکې يې څڅولې. دلته د پرهرونو د دردونو بې رهبره قافله وه ،دلته د يووالي بهير ړنګ و . دلته هوسايې ، ورکړه او زړه خوږی نه و . دلته د تيږونه جوړ شوی يو زړه پروت و ،چې سترګې يې ړندې او غوږونه يې کاڼه وو . اوس پوه شوم ،چې ولې دادومره عمر د بدرنګۍ ديو پر مونږ غيږ راتاو کړې او ولې بد مرغي لکه سيوری را پسې روان وي او نه مو خوشې کوي ، ځکه ،چې زړونه مو په تيږو بدل شوي دي او تيږې احساس نه لري !!!