غزل

څانـــــــــــــګه د ګلولــــــې ګلغــــــــــــــوټۍ شوله ســــــرې پاڼې يې پرانستې موســـــــکۍ شوله وړانــــــــــګو په پســــــــــتو ليچو کـې ونغښته اوښــــــــــــکه د شبګير يې ســـــــــره دړۍ شوله تاندې مـــــــې شوې هيلې ګونګســــــې شولې ســــــــــــــره غنچه په تـــــــن باندې تنکۍ شوله نياز مې د هـــــــــــــوس ورته سوالګــــــــری شو شــــــــــــــــــــــنو پاڼو کې پټه خــــــــــندنۍ شوله پوه شوه چې يې پوه شوم په موسکـۍشونډو ســــــــــره سپينه لــــــه شــــــــــــرمه تلولۍ شوله لايې ځان په پــــــــــــــــــــــــــاڼو کې پټ ونغښته ټيټه شــــــــــــــوه ،نرۍ شــــــوله، کمکۍ شوله هــــــــــــــر څوکــــــــه تراب ورته زارۍ وکـــــړې دې غــــــــــــږ ورته و نه کـــــــــــړ ګونګـۍ شوله