ولاديمير پوتين

 
5.03.2012
له څو ورځې راهيسې د لويديځو رسنيو د خبرونو سرټکی د روسيې ټاکنې وې. د ټاکنو د پايلې په هکله د يوې رسنۍ خبر په دې ډول و: له لږې ايرانتيا سره خبر درکوو، چې د روسيې په ټاکنو کې وﻻديمير پوتين بريالی اعلان شوی.
د نورو وختو په څېر دا ځل هم د پوتين سياﻻنو په ټاکنو کې د انحصار او درغلۍ خبره کړې او حتی د پخواني شوروي اتحاد وروستي جمهور رييس ميخاييل ګرباچوف هم د ټاکنو د پايلې په سموالي کې شک ښودلی.
د پوتين سياﻻنو د احتجاج او ﻻريونونو ګواښ کړی، خو دا به لومړی ځل نه وي. کيدی شي دا هم د لږې ايرانتيا خبره وي، چې په دغه ټاکنو کې تر پوتين وروسته په دوهمه درجه کې د کمونيست ګوند مشر ګينادي زوګانوف رايې وړي دي.
د لويديځوالو د معيارونو سره ښايي  د روسيې ټاکنې سمې نه وي، خو داسې ښکاري چې د روسيې لپاره په اوسنيو شرايطو کې  د کمونېست ګوند مشر (ګېنادي زوګانوف) ، روسي پانګوال او ازاد کانديد (مېخاييل پروخروف) ، د لېبرال دموکرات ګوند مشر (ولادېمير ژېرېنفسکي) او د عادلې روسيې ګوند مشر (سرګي ميرونېف) په پرتله د پوتين موجوديت اړين وي. (لويدېځه نړۍ هم تر هغې د دغو معيارونو خبرې نه کوي، تر څو يې چې ګټو ته ګواښ نه وي پېښ شوی.)
که څه هم ښايي روسيې اوس مهال هغه پرستيژ و نه لري، چې پخواني شوروي اتحاد درلود خو له دې سره بيا هم د زبرځواکوانو په کتار کې حسابيدلی شي.
که څه هم د پخواني شوروي اتحاد د له منځه وړل کيدو سره، ډېر هېوادنو خپلواک شول، خو ځينې بيا په دې عقيده ده، چې هغه مهال د ناټو او وارسا تر منځ د نړۍ په کچه يو توازن رامنځته شوی و او امريکا داسې خپلسري بريدونو نشول کولی لکه اوس يې چې کوي.
امريکا او ملګري يې ډېر دې ته لېواله دي، چې روسيې کلابند کړي او په دغه ملک کې ګډوډۍ رامنځته کړي. څو موده مخکې په روسيه کې ډېر ﻻريونونه هم وشول او پوتين لويديځوال په دغه هېواد کې په ﻻسوهنو تورن کړل. د دغو ﻻسوهنو لومړی غبرګون هم د سوريې په هکله د امنيت په شورا کې پرېکړه وه، چې د روسيې او چين لخوا ويټو شوه.
پوتين اوس تازه بريالی اعلان شوی، د زياتو وړاندوينو په هکله به ﻻ وختي وي. ښايي د ده پر ضد د نورو هېوادونو په مرسته مخالفين راپورته شي او يا هم  ښايي لويديځ له ده سره جوړ جاړي ته اړ شي؛ د انګريزانو  د يوه سياستپوه په وينا، چې موږ داييمي دښمنان او دوستان نه لرو، خو داييمي ګټې لرو! د پېښو انکشاف ته به انتظار وباسو؛ د پوتين په هکله مالومات  به ګرانو لوستونکو ته دا جوته کړي، چې څنګه د ده په شان ځواکمن چارواکي ځان د واکمنۍ تر څوکۍ ځان رسوي.
وﻻديمير پوتين  له 2000 ز  کال نه تر2008 ز کال پورې دوه ځلې د روسيې د جمهور رييس په توګه دنده تر سره کړې او د قانون له مخې يې درېيم ځل د نوماندۍ حق نه درلود. له همدې امله يې خپل ملګری دېمتري مېدوېديف جمهوري رياست ته کانديد کړ او ځان يې لومړی وزير کړ.
\"\" 
پوتين له مېدوېدېف څخه ملاتړ وکړ او دايې هم ښکاره کړې ، چې غواړي په راتلونکې دوره کې د سياست ډګر خوشې نه کړي او د لومړي وزارت څوکۍ ترلاسه کړي، چې دا دی اوس د درېيم ځل لپاره د روسيې جمهور رييس شو .

\"\"
ځينې روسان ده ته د لوی پېتر او د روسيې د ژغورونکي په سترګه ګوري ، خو لوېديځ ده ته د ډېکتاتورۍ او سړې جګړې د بيااحيا کوونکي په نظر ګوري .
وﻻديمير پوتين د روسيې په دويم ستر ښار په اوسني سان پيترزبورګ او پخواني ليننګراد کې د 1952 زکال د اکتوبرپه 7 نېټه زيږيدلی دی . پلار يې ولاديمير سيپريدونوويچ پوتين له لېننګراد څخه د دفاع په خاطر په دويمه نړيواله جګړه کې ونډه اخېستې ده او څو ځلې سخت ټپي شوی دی . د پوتين مور ماريا ايوانوفنا له تفير سیمې څخه وه، نوموړې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د لېننګراد د محاصرې پر مهال په همدغه ښار کې وه ، د پوتين دوه مشران وروڼه د ځوانۍ پر مهال مړه شوي وو، د پوتين مور د 41 کلو وه ، چې پوتين يې وزيږاوه ، نوموړې چې ډېره متدينه مېرمن وه ، پوتين يې په پټه يو روسي ارتودوکس پادري ته واستوه . 
ولاديمير پوتين په لېننګراد پوهنتون کې دحقوقو په پوهنځي کې زده کړې تر سره کړې او په اقتصاد کې يې د علومو د ډاکتر کانديد درجه تر لاسه کړه - دا له دوکتوراه سره معادله علمي درجه ده – پوتين په روانه الماني ژبه خبرې کوي . نوموړی د انګريزي ژبې زده کړې ته هم مخه کړې وه، چې شخصي کلکې اړيکې رامنځته او له خپل امريکايي او انګليسي سيال سره پرې خبرې وکړي . 

\"\"
پوتين د ځوانۍ پر مهال له هغه هنر سره ډېره مينه ښودله ، چې له ځان څخه د دفاع لارې چارې په کې زده کېدای شي او د همدې مينې له مخې په 1973 ز کې د سامبو لوبې استاد شو ، دا له ځان څخه د دفاع روسي لوبه ده. پوتين په دغه لوبه کې تور کمربند تر لاسه کړی او په پېترزبورګ کې يې د سامبودڅو پرله پسې لوبو اتلولي ګټلې ده . پوتين په 1983 ز کې له لودميلا الکساندروفنا سره واده وکړ ، نوموړې هم د لېننګراد پوهنتون د ژبپوهنې له څانګې فارغه شوې او پر الماني ، هسپانوي او فرانسوي خبرې کولای شي . 
پوتين د ماريا( 1985 ز ) او بکاترينا( 1986 ز ) په نومونو دوه لورګانې لري .
پوتين په 1975 ز کې د لېننګراد له پوهنتون څخه فارغ شواو له فراغت وروسته د پخواني شوروي اتحاد په استخباراتي سازمان ( کې جي بي ) کې په دنده وګومارل شو ، په 1984 ز کې پوتين د سور توغ اکاډمۍ ته ،چې د کي جي بي او د بهرنيو څارګرو د ښوونځي تر څارنې لاندې وه واستول شو . په 1985 ز کې ، چې د پوتين زده کړې پای ته ورسېدې په ختيځ المان کې پر دنده وګومارل شو اوتر 1990 ز پورې يې همدلته دنده تر سره کړه . 
له 1990 ز څخه رادېخوا پوتين د لېننګراد پوهنتون د رئيس دمرستيال په توګه دنده تر لاسه کړه او د نړيوالو اړيکو مسوول و . وروسته بيا د لېننګراد د ښار دهغه مهال دټولنې د رئيس اناتولي سوبچاک سلاکار شو . کله چې په 1991 /6/12 نېټه سوبچاک د پېترزبورګ ښاروال وټاکل شو . پوتين د ښاروال په دفتر کې د نړيوالو اړيکو د کميسون رئيس غوره شو ، چې له بهرنيو سوداګروسره د ګډو پروژو او پانګې اچونې له تګلارې څارنه وکړي . د 1995 ز په پسرلي کې پوتين د سوبچاک د ټاکنيز کمپاين مشر و ، کله چې سوبچاک په ټولټاکنو کې ماتې وخوړله پوتين له خپلو ټولو څوکيو استعفا وکړه . 
په 1997 ز کې د مارچ په 26 مه نېټه د ولسمشر مرستيال او په کرملېن کې د څار دادارې رئيس وټاکل شو ، دا اداره د ولسمشر د دفتر د پرېکړو له پلي کېدو څارنه کوي . په 1998 ز کې پوتين د سيمه ييزو تګلارو د ادارې لومړی مرستيال وټاکل شو . د 1998 ز د جون پر 25 مه ولسمشر بوريس يلڅين د فدرالي امنيت د ارګان د مشر په توګه د پوتين ګومارنه ومنله ، د 1999 ز په مارچ کې پوتين لا دهمدغې ادارې د مشر په توګه کار کاوه چې د امنيت شورا د سکرتر په توګه ومنل شو . د 1999 زپه اګسټ کې ولسمشر يلڅين د شپاړلسو مياشتو په ترڅ کې خپل څلورم لومړی وزير سېرګي ستيياشين هم له دندې ګوښه کړ او پر ځای يې پوتين وګوماره . دغه مهال يلڅين وويل : « پوتين زما غوره ځای ناستی دی ، د فعال او پياوړي کس په توګه به دا يوستر دولت وغوړوي او يوويشتمې پېړۍ ته به يې ننباسي . په 1999 / ډسمبر / 31 نېټه يلڅين استعفا ورکړه او پوتين د روسيې سرپرست ولسمشر شو . د 2000 / مارچ / 26 نېټې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې پوتين د ولسمشر په توګه غوره شو او دوه مياشتې وروسته د روسيې اتحاد ولسمشر شو . پوتين په خپله څلورکلنه دوره کې د مرکزي واک د پراخېدو په برخه کې پام وړ رول ولوباوه د قضا ، قانون او اقتصادي ودې تر منځ يې تله برابره کړله . په دغه ټوله موده کې د روسيې هېوادنۍ توليد ۳۰٪ زيات شو ، د بې کارۍ اوپولي پړسوب کچه مخ په ټيټيدو شوه او د روسانو رېښتني کلنی عايد ۵۰٪ زيات شو ، حکومت د 50 مېليارد ډالرو په اندازه بهرني پورونه غوڅ کړل ، د مرکزي بانک بهرنۍ احتياطي بسپنه 84 مېليارد ډالرو ته ورسېده .دا په روسيه کې د اقتصادي غوړېدا تر ټولو ښه نښه ده . تېر کال پوتين حکومت ته درې ستراتيژيکې موخې وټاکلې : د لسو کلونو په بهير کې د هېوادنۍ توليد څوچنده زياتول ، د بې وزلۍ مخنيوي او د هېوادنۍ ودې په هيله د وسله والو ځواکونو عصري کول . 
پوتين دولسمشرۍ څوکۍ ته په رسېدو کې په دريواړخونو ډډه لګولې وه : 
۱- په استخباراتي ارګانوکې پر خپلو پخوانيو ملګرو . 
۲- د پوځ پر هغو مشرانو ،چې پياوړې روسيه او مخ پر مختللی نظامي صنعت غواړي . 
۳- پر بډايو سوداګرو اوپه ځانګړې توګه د يلڅين پر کورنۍ ، له ولسمشرۍ وړاندې پوتين له يلڅين سره ژمنه کړې وه ، چې دده د کورنۍ دغړو پر وړاندې به هېڅ قانوني او سياسي اجراات نه کوي ، ځکه د يلڅين دواک مهال په لوړه کچه د فساد ، بډې اخېستنې او درغليو مهال و او دده دکورنۍ ډېر غړي په کې ښکېل و .
پوتين وتوانېده ،چې استخباراتو ته خپل پخوانې برم بېرته راوګرځوي ، د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته استخبارات دنورو دولتي موسسو په څېر د شتون او وړتيا له پوښتنې سره مخ و ، کي جي بي په رسمي توګه په 1991 ز کې ړنګه او پر دريو برخوووېشل شوه . د برېژنېف اواندروپوف د واک پر مهال د کي جي بي دمامورينو شمېر 700000 و دخو ړنګېدو پر مهال دغه شمېره 80000 ته راټيټه شوه ، 
له امريکا څخه خپرېدونکې ټايم مجلې پوتين د 2007 ز کال غوره شخص وباله ،
د 2007 ز کال د غوره شخص په سيالي کې له ده دنوبل جايزې ګټونکي ال ګور ، او د ( هاري پوتر ) کتاب ليکوال جی کيه رولينج شامل و خو بخت له ده سره ياري وکړه ، 
مجله د پوتين د غوره کولو لپاره خپل دلائل لري ، پوتين په 2007 ز کې وتوانيده ،چې د روسيې په رهبري کولو کې يو شمېر لاسته راوړنې ولري ، پوتين داسې بهرنۍ تګلار غوره کړه ، چې د امريکا له هغې سره جوت توپير لري امريکا د همدغې تګلار له امله اوس په نړۍ کې خپل نفوذ له لاسه ورکوي . 
پوتين پر امريکا ، په روسيه کې د ستونزو راپورته کولو تور لګوي او دا نه مني ، چې اسلام له ترهګرۍ سره تړاو لري .