هر چی تا غوندی دلبر یی په څنګ کښینی
دپڼو په ځای هغو ته او رنګ کښینی
مشکین خال دی په سرو شونډو هسی زیب کا
لکه مست په میخانه کی ملنګ کښینی
هسی ټو ل درقیب خپل په ما پردي شوه
لکه لعل چی په خوا کی دسنګ کښینی
هغه سیل کا دګلو په هر دم کی
چی په زړه کی یی بو شره دخوشرنګ کښینی
دهغو ناست او ولا ړ واړه په دوک وی
چی دلبر یی په څنګ پا څی په څنګ کښینی
نا صبور خاطر له غمه نه خلاصیږی
دنیستګار په سر سواره دقلنګ کښینی
په مهجورو ارت جهان هجر زندان کا
ځکه هسی په کی تنګ پا څي تنګ کښینی
هسی زه دعشق بلا په خیر ګڼمه
لکه څوک په خوله کی خوښ دپلنګ کښینی
چی یی نشته یو خوشرنګ ښکلئ په خوا کی
حمید ځخه بی ننګ پا څی بی ننګ کښینی
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ
وروستي